تاند- هند پاکستان ته د سرحدي حملو په وړاندې سخت خبرداری ورکړ، ویې ویل چې هیواد به یې د دغو بریدونو په وړاندې کلک ځواب ووايي.
د هند دفاع وزیر ارن جیاتلي نن /پنجشنبه/ پاکستان تورن کړ چې پر هندي کشمیر بې موجبه حملې کوي او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول نور تاوتریخوالی کېدای شي د سخت عکس العمل سبب شي.
جیتالي نن په نوي ډیلي کې وویل:«که پاکستان دې ډول ماجراجويۍ ته دوام ورکړي، زموږ ځواکونه به ځواب ورکړي او پاکستان ته به یې تاوان د زغملو نه وي.»
له بلې خوا په پنجاب ایالت کې د پاکستاني پوځیانو یوه چارواکي تورنجنرال خان طاهر جاوید خان پرون رویټرز خبري اژانس ته د هد او پاکستان د ځواکونو ترمنځ پر یو بل د ډزو په اړه وویل:
«دوی ته به زما پیغام دا وي، لطفاً د تشدد پراخوالی کم کړئ. پر ملکي سیمو ډزې مه کوئ. که غواړئ چې ډزې وکړئ، زما منظور دا دی چې موږ ته یې دلیل ووایاست. باید ډ ډزو دلیل وي. خو که بې دلیله ډزو ته دوام ورکوئ ، جنګي ځواب به ترلاسه کوئ.»
په تېره یوه اوونۍ کې د هند او پاکستان ترمنځ په پوله کې پر یو بل د ډزو په نتیجه کې لږترلږه ۹ پاکستانیان او ۸ هندي ملکیان وژل شوي دي.
هند او پاکستان د کشمیر پر سر درې ځلي جګړه کړې. پاکستان وايي چې د هندي کشمیر خلک دې پرېښودل شي چې یا خپلواک دولت ولري او یا له پاکستاني کشمیر سره یوځای شي خو هند کشمیر د خپلې خاورې نه جلاکېدونکې برخه ګڼي.
له تاند نه مې کله داسې پاکستان پلوه خبر نه وه لوستلی. یو یې جنرال ډېر په درانه نامه یاد شوی دی او بل د کشمیر په هکله د پاکستان داعیه پرحقه ښودل شوې ده.
کشمیر د هندوستان یوه نه بیلیدونکی برخه وه او ده ، چټلستان خو په 1947 کی د هند له ګیډی او د انګریز پلار په واسطه جوړ شو. که خبره د اسلام وی نو له چټلستانه زیات مسلمانان په هندکی اوسی . له بلی خوا چټلستان د افغانستان یوه لویه برخه هم تر خپلی ولکی لاندی نیولی ده. که هند او افغانستان خپل منطقوی خارجی سیاستونه سره همغږی کړی نو دواړه به موفقه شی دا د سرطان دانه عملیات او دواړه ګاونډی هیوادونه بیرته د پخوا په شان په سوله او امنیت کی ژوند وکړی.