تاند- د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو نللکیه، چې ټپي (TAPI) نومېږي، تر ۲۰۱۷ کال پوري بشپړېږي.
د هند د انرژۍ وزیر ایم ویراپان مویلي پرون په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل:د ګازو د پېر او پلور د قراداد د لاسلیکولو له درکه د لارښوونکې کمېټې د غونډې لپاره مثبت چاپېریال چې تراوسه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ له خنډ سره مخامخ و، برابر شوی او له دې کار سره د دې پروژې د عملي کېدا لپاره د څلورو هیوادونو په وړاندې ستونزې لرې شوي دي.
ده زیاته کړه: لارښوونکې کمېټې همداراز پرېکړه کړې ده چې د ټپي شرکت د جوړولو او د هغه لپاره د مشورتي خدماتو د پلورلو او پېرلو قراداد په یوه ټاکلي وخت کې بشپړ کړي او دا پروژه تر ۲۰۱۷ م کال پوري بشپړه کړي.
د مشورتي خدماتو د شرکت اصلي هدف به دا وي چې یو کنسورشیم جوړ شي.
د هند د انرژۍ وزیر وویل:«ترکمنستان به د ۲۰۱۴ کال تر اکتوبر یا نومبر پوري د هغو شرکتونو نومونه د ټپي د ګازو د کنسورشیم د بالقوه مشرتابه لپاره ګاز اخیستونکو ته د شرکتونو د نومونو لیست وړاندې کړي.
د هند د انرژۍ وزیر وویل چې دا نللیکه به د یوه نړیوال کنسورشیم له لوري جوړ شي.
د دغه هیواد حکومت د هند ګیلا شرکت ته اجازه ورکړې چې په کنسورشیم کې شریک شي.
د ټپي پروژه اووه ملیارده او څلور سوه ملیون ډالره پانګونې ته اړتیا لري.دا پایپ لاین ۱۰۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۱۴۴ کیلومتره یې باید په ترکمنستان، ۷۴۵ کیلومتره په افغانستان او ۸۰۰ کیلومتره نور په پاکستان کې جوړ شي.
د دې نللیکې له لارې به د ورځې ۴۸ ملیون متر مکعب ګاز پاکستان، همدومره هند او ۱۴ ملیون متر مکعب نور افغانستان ته ولېږدي.
راپورونه وايي، افغانستان ویلي چې له خپلې ونډې یعني ۱۴ ملیون متر مکعب ګازو له اخیستلو تېر شوی او هغه یې هند او پاکستان ته ورکړی دی.
د افغانستان حکومت تراوسه پوري په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
که دا کار زمونږ دا د وطن ټیکه داران وکړی ډیر د افسوس ځای به وی ځکه افغانستان هیله چی لږ د ګازو خاوند شو هغه هم دوی نه غواړی چی د یو صفا او پاک محیط خپلو هیوادوالو ته ولری بیا هم د افسوس ځای دی په داسی وزیرانو چی مونږ یی لرو وشرمیږی
مننه
افسوس افسوس د تير په شان بيا يی دی افغان ملت سره جفا وکړله
هغه خپله برخه يۍ هم پنجابۍ ته ورکړله