تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج نن /چهارشنبه/ افغانستان ته راځي چې له افغان چارواکو سره د هند او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
په هند کې د حکومت له بدلېدو راوروسته به سواراج لومړنۍ هندي چارواکې وي چې افغانستان ته سفر کوي.
دا به په کابل کې له حامد کرزي سره، چې د واک دوره یې ختمه شوې ده، او دغه راز نورو افغان چارواکو سره وویني.
د هند د خبري اژانس (پي ټي آی) د راپور له مخې افغانستان ته د مېرمن سواراج د سفر اصلي هدف د دوو هیوادونو د اړیکو لا پراختیا او د هند له لوري د مهمو پروژو کتنه ده.
ګومان کېږي چې له افغانستان سره د هند پر امنیتي او دفاعي مرستو به هم خبرې وشي.
حامد کرزي تېر کال له هند څخه د دفاعي او امنیتي مرستو یو اوږد لیست دغه هیواد ته سپارلی و.
هند له ۲۰۰۲ څخه له افغانستان سره څه باندې ۲ ملیارد ډالره مرسته کړې ده. د هند په پیسو په افغانستان کې په سلګونو ښوونځي، کلینیکونه او سړکونه جوړ شوي دي.
د افغانستان د ملي شورا ودانۍ هم، چې لا بشپړه نه ده، د هند په مالي مرسته جوړېږي.
په افغانستان کې د هند بله د پام وړ پروژه د هرات د سلما بند دی چې تراوسه پوري یې پرې ۱۵۰ ملیون ډالره لګولي او کار یې تقریباً بشپړ شوی دی.