تاند- هندي رسنۍ وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي نتیجو په اعلان پسې له لانجو، چې د افغانستان د بې ثباتۍ سبب کېږي، اصلي ګټه وسله وال طالبان او پاکستان کوي.

دي ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي:«عبدالله عبدالله چې له ابتدايي پایلو سره سم یې انتخابات پر اشرف غني احمدزي بایللي دي، د سې شنبې په ورځ بحران شدید کړ، اعلان یې وکړ چې ممکن موازي حکومت جوړ کړي.»

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل:«اندېښمن هند هیله لري چې افغان مشران له ګوندي علایقو ورهاخوا دا درک لري چې بریالیتوب ساده اکثریت غواړي خو د هیواد د ادارې لپاره د ټولو د ملګري کولو وړتیا او صلاحیت پکار دی.»

ده زیاته کړه:«په انتخاباتو کې تل ګټونکي او بایلونکي وي. خو موږ ډاډه یوو چې افغانان به پر اختلافاتو لاسبري شي.

په کابل کې د هند پخواني سفیرجیانت پراساد وویل:«تراوسه د هند اندېښنه دا ده چې ایا له هغه چا سره چې واک ته رسېږي همکاري کولی شو. خو د افغانستان د تاریخ په دې پړاو کې، د انتخاباتو د بهیر په نتیجه کې چې هرڅوک واک ترلاسه کوي، باید پرې باور وشي او خلک یې ومني. دا هغه وخت دی چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي او د دې معنا دا ده چې د امنیتي او نورو چارو مسوولیت د افغانانو په غاړه کېږي نو په داسي وخت کې هر ډول ټولنیزه ناکراري د طالبانو او پاکستان په شان قوتونو په ګټه ده چې افغانستان بې ثباته کوي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل:

«موږ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه خبر یوو. موږ پوهېږو چې دواړه کاندیدانو د انتخاباتو د قانون پر اساس شکایتونه ثبت کړي دي.»

ده دا هم وویل چې اوس دا د افغانستان په انتخاباتي ادارو پوري اړه لري چې پر شکایتونو غور وکړي او بیا وروستۍ یا نهايي نتیجه اعلان کړي.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په باور دنیا وال اشرف غني غوره بولي.

ډي این اې انډیا ویبپاڼې بیا لیکلي، هند د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه له څه ویلو ډده کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *