تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیره وايي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې ملاتړ کوي او په عین وخت کې هند غواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره ۳ ملیارد ډالره پانګونه وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج دا خبرې نن /یکشنبه/ په ازبکستان کې د هند او منځنۍ اسیا د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې.

د هند او منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم بلل شوی دی.

هند تر دې وړاندې له افغانستان سره د پرمختیايي چارو لپاره شاوخوا ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې ده.

مېرمن سوارج په سمرقند کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ته په وینا کې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او د سولې د ټینګښت لپاره ۳ ملیارد ډالره پانګونه کوي.

دې وویل چې هند د افغانستان د حکومت او ملت ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې او ارامښت لپاره هیڅ راز هڅه نه سپموي.

اغلې سوارج د افغانستان د سولې لپاره د روانو هلوځلو ملاتړ وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل«غواړم په ځانګړي ډول یادونه وکړم چې زموږ سیمه د تروریزم له لوري له جدي ننګونو سره مخامخ ده. هند، افغانستان او منځنۍ اسیا داسې ټولنې دي چې زغم او تنوع لري. هغه ایدیالوژي چې ترهګر یې د خپرولو هڅه کوي زموږ په ټولنو کې ځای نه لري.»

دې بې له دې چې د پاکستان نوم په زغرده یاد کړي، وویل«موږ ته دا هم پکار ده چې وپوښتو دا تروریستان څوک دي، څوک یې تمویلوي، څنګه مقاومت کوي، څوک یې ساتي یا یې ملاتړ کوي؟»

دې د چهاربهار بندر یادونه هم وکړه، ویې ویل چې په دې بندر به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له هند سره ونښلول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *