تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیرې نن په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې د هند او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي د هند د باندنیو چارو وزیرې مېرمن سوشما سوراج ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت به هم له هند سره د ده په شان ښې او دوستانه اړیکې وپالي.

ده مېرمن سوراج ته وویل:« لکه تاسو چې تل له افغانستان سره خپله دوستي او ملګرتیا ثابته کړې ده، افغانستان به هم تل ستاسو ترڅنګ وي. »

د هند د بهرنیو چارو وزیرې هم وویل چې هیواد به یې د تېر په څېر له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

مېرمن سوراج نن کابل ته تر روانېدو مخکې په ډیلي کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان په اړه د هند د نوي حکومت دریځ له پخواني حکومت سره توپیر لري؟ وویل:«دا خبره قطعاً مطرح نه ده، هند به د افغانستان له بیارغونې سره مرستو ته دوام ورکړي.»

دې دا هم وویل چې هیواد یې د افغانستان د ولسمشرۍ د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ نه کوي او نه د دوی ترمنځ توپیر کوي.

مېرمن سوراج وویل چې که هر څوک په افغانستان کې ولسمشر شو هند به ورسره همکاري او اړیکي جاري وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ