د هند د بهرنیو چارو وزیره

تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیرې نن /چهارشنبه/ وویل، هند د افغانستان امنیتي او اقتصادي سوکالۍ ته ځان ژمن بولي او له دې هیواد سره به د کلک کاڼي په شان ودرېږي.

مېرمن سوشما سوارج وویل:«موږ غواړو چې دا پیغام د افغانستان خلکو ته د عثماني صاحب (د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر) په وسیله ورسوو چې هند به له دوی سره د یوې کلکې ډبرې په شان ودرېږي. موږ ستاسو اقتصادي سوکالۍ او امنیت ته ژمن یوو.»

مېرمن سوارج دا څرګندونې په یو لړ مراسمو کې وکړې چې د هند د اوبو د سرچینو د وزارت له لوري د هغو کارکوونکو او پرسونلو لپاره جوړ شوي وو چې په هرات ولایت کې یې د افغان –هند د دوستۍ بند د جوړولو کار په بري سره بشپړ کړ.

په دې مراسمو کې د هند د اوبو د سرچینو وزیر اومه بهارتي او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني هم حاضر ول.

د هند د باندنیو چارو وزیرې اغلې سوارج یادونه وکړه چې د افغان – هند د دوستۍ بند (سلما) په خورا سختو او ناامنو شرایطو کې د هندي کمپنۍ (WAPCOS Ltd) له لوري جوړ شو.

دې وویل چې حتي د دغه بند د جوړولو پر سر په افغانستان کې پر هندي انجنیرانو حملې وشوې.

اغلې سوارج د بند د کارګرو او انجنیرانو جرات او اراده د هغو سرتېرو له زړورتیا سره ورته وبلله چې د هیواد ساتنه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د کابل وروستۍ حملې ته په اشارې، چې ۱۲ نیپالیان او ۲ هندیان پکې ووژل شول، وویل په افغانستان کې د هند پر کونسلګریو او د هندي دیپلوماتانو او اتباعو پر هستوګنځایونو ۱۶ ځلي حملې شوي او ۲۴ هندیان تراوسه پوري په دې ډول بریدونو کې وژل شوي دي.

پرون /سې شنبه/ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد اولسن وویل چې په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه پاکستاني چارواکي مبالغه کوي او حتي وايي چې هند په افغانستان کې ۲۴ کونسلګرۍ لري حال دا چې هند په افغانستان کې ۴ کونسلګرۍ لري.

اغلې سوارج د چشتیه طریقه یا سوفیزم وستایه، ویې ویل چې هند ته چشتیه طریقه له هغه ځایه راغلې چې موږ پکې بند جوړ کړ.

د سلما یا افغان – هند د دوستۍ بند د هرات په چیشت شریف ولسوالۍ کې دی چې د ډېرو په باور د چشتیه طریقه پکې خواجه ابو احمد ابدال تاسیس کړه او خواجه معین الدین چشتي تر هنده ورسوله. دوی دواړه د چیشت شریف اوسېدونکي ول.

One thought on “د هند د بهرنیو چارو وزیره وايي: هند له افغانستان سره د کلکې تیږې په شان ولاړ دی”
  1. Hind waqighi de Afghanistan dost de tash pa noom saisat na kawe balki waqighi de kani pa shakal walar de afghanan bayad khpala dosti yaw pa dwa zali washai che dagha kar de afghanoo de culture yawa barkha da long live Afghanistan and India fakistan akher pa de monafiqa policy ke nakam de waqighi bazi wakilan de fakistan pa parliament ke shata che qabil de ehteram de che de Afghanistan de hokomat policy nanga kawe che aksara de ANP members de la barya pa hela.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *