تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید په راتلونکو ورځو کې وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې په رسنیو کې وویل شول، افغان ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو سره پټې خبرې پیل کړي دي.
ویل شوي چې له طالبانو سره د دغو تماسونو په اړه د افغانستان حکومت د امریکا متحدو ایالتونو ته معلومات نه دي ورکړي او هڅه یې کړې چې له امریکايي چارواکو په پټه له طالبانو سره خبرې وکړي. دې مسلې په نوي ډیلي کې هندي چارواکي لا اندېښمن کړي دي.
هندي رسنیو وویل، ښاغلی خورشید به د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ، په هرات کې د سلما بند او په کندهار کې د ملي کرنې پوهنتون په شمول د هغو پروژو کار له نژدې وګوري چې د هند په مرسته جوړېږي.
راپورونه وايي چې د کرزي او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د لاسلیک پر سر د اختلاف له کبله کرزی هڅه کوي چې له طالبانو سره جوړجاړي ته ورسېږي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، سره له دې چې هندي چارواکي د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو په لړه د کرزي دریځ درک کوي خو نه غواړي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه یو مخ ووځي.
د افغانستان د دولت او افغان طالبانو ترمنځ خبری که مثبته پایله ولری د هند په تاوان نه بلکه په ګټه یی ده ، ځکه چی طالبان به د پاکستان له نفوذه خلاص او خپل مستقل فکر به وکړی او پاکستان به له هغوی نه نور د ګاونډیو هیوادونو پر ضد توطیی نه جوړوی.