تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د بهارتیا جنتا پارټي غړې سوشما سواراج د زړه د حملې له کبله مړه شوه.
هندي رسنیو ویلي چې نوموړې د ۶۷ کلونو په عمر د نوي ډيلي په روغتون کې ساه ورکړې ده.
سوشما سواراج د هند وتلې سیاستواله، پخوانۍ وکیله او د بهرنیو چارو وزیره پاتې شوې ده.
نوموړې تر اندرا ګاندي وروسته دویمه هندۍ مېرمن ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت دنده یې مخته وړې ده.
نوموړې د هند په پارلمان کې اووه پرله پسې دورې د خلکو وکیله پاتې شوې ده او د هند د ډیلي اعلی وزیرې دنده یې هم مخته وړې.