تاند- د هند د فلمونو د سانسور ادارې د بالیووډ هغه فلم ته د خپرېدو اجازه ورکړه چې د یوې هندویې ملکې او مسلمان پاچا پر اړیکو جوړ شوی دی.

د سختدریځو هندوانو ګوند یوه مشر د دې فلمي ستوري د وژلو پر سر نژدې یو نیم ملیون ډالره انعام ایښی و.

د هند د فلمونو د تصدیق مرکزي ادارې د پادمواتي (Padmavati) فلم په اړه دا پرېکړه پرون /شنبه/ په داسې حال کې وکړه چې د هندوانو سختدریځو ډلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

په نوومبر کې د هند سترې محکمې په نړۍ کې د دغه فلم د خپرېدو د مخنیوي لپاره د یوه مدافع وکیل غوښتنلیک رد کړ.

د هندوانو ځینو ډلو او دغه راز د واکمن بهارتیا جنتا ګوند یو شمېرغړيو دا فلم غندلی، د هغه ډایرکتر یې تورن کړی چې په دې فلم یې تاریخ زیانمن کړی دی.

دې فلم د هندوانو د راجپوت د کورنۍ له ملکې پدماوتي سره د مسلمان پاچا علاالدین غلجي د مینې کیسه انځور کړې ده.

د پادماواتي (Padmavat) کیسه په همدې نوم د ۱۶ پېړۍ له یوه تصوفي حماسي شعر څخه اخیستل شوې ده چې د راجپوت یوه زړه وره او ښکلې ملکه د دې لپاره چې د ډیلي پښتون پاچا علاالدین غلجی (خلجی) یې ژوندۍ ونه نیسي، غوره ګڼي چې ځان ووژني.

د پېړیو په اوږدو کې دا حماسه، سره له دې چې تاریخي اسناد یې نشته، په تاریخ بدله شوې ده.

د هریانا د شمالي ایالت د بهارتیا جنتا ګوند مشر سورج پال امو تېره (نوومبر) میاشت د فلمي ستوري دیپیکا پادوکون (Deepika Padukone) او د فلم جوړوونکي سنجې لیولا بهانسال پر سر جایزه اعلان کړه.

د دغه فلم جوړوونکي یا پرودیوسر د فلم خپرول، چې ټاکل شوې وه د دسمبر په لومړۍ یې په سینماګانو کې خپور کړي، وځنډاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *