تاند- په هندي رسنیو کې د دغه هیواد د مدهیاپردېش ایالت د اعلي وزیر د عکس له خپرېدو وروسته سخت انتقادونه وپارېدل.

د مدهیا پردېش ایالت اعلي وزیر سوارج سیند چوهن، چې سېل ځپلیو سیمو ته تللی و، د دې لپاره چې لوند نه شي، دوو پولیسو په غېږ کې له اوبو تېر کړ.

ده په داسي حال کې چې پولیسو نیولی و، سېل ځپلې سیمې ولېدې.

خو چوهان ته د سېل ځپلیو سیمو لیدو تر ګټې تاوان زیات وکړ. دغه عکس د خلکو د ملنډو کړ او لور ده لوري پرې د نیوکو باران شو.

په مدهیا پردېش ایالت کې د وروستیو سېلونو له کبله لږترلږه ۴۰ تنه مړه شوي او تر ۶ لکه ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

په دې ایالت کې هر کال د جون او سپټمبر د میاشتو ترمنځ شدید موسمي بارانونه اوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *