د هند د ملي امنیت پخوانی سلاکار

تاند- د هند د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي، هیواد یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو باید اندېښنه ونه لري ځکه چې هند له افغانستان سره کومه ستونزه نه لري.

د هند د اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ملي امنیت پخواني سلاکار شیوشنکر منون دا خبرې وروسته له دې وکړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په خبرونو په هند کې ځینو اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلی منون وايي، هند د سیمې یو غښتلی هیواد دی او باید اندېښمن ونه اوسي چې امریکا له افغانستانه خپل پوځیان باسي.

ده زیاته کړه، هند د دې پر ځای چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو پر وتلو اندېښنه ولري، باید د پاکستان له درکه اندېښمن واوسي ځکه چې هند له افغانستان سره نه بلکې له پاکستان سره ستونزه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *