تاند- نن، چې د اګست پنځلسمه ده، د هند خلک د خپلواکۍ کالیزه لمانځي. پرون د هند د خپلواکۍ د جشن په درشل کې د دغه هیواد استخباراتي او امنیتي ادارو کابل ته د هند د هوايي چلن د الوتکو د تښتول کېدو د خطر په وړاندې خبرداری ورکړ.
د هند مرکزي استخباراتي ادارو خبرداری ورکړ چې ممکن یو وار بیا د پاکستان تر ملاتړ لاندې تروریستي ډلې د کندهار د پېښې په شان د هندۍ الوتکې د یرغملولو هڅه وکړي.
په ۱۹۹۹ میلادي کال د طالبانو د واکمنۍ په مهال پاکستاني تروریستانو د هند یوه مسافر وړونکې الوتکه کندهار ته وتښتوله او د هغې مسافر یې د دې لپاره یرغمل کړل چې د هند له بنده خپل تروریست ملګري پرې خوشي کړي.
د هند استخباراتي سرچینې وايي چې دا ځل هم ترهګر د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د الوتکې د تښتولو په لټه کې دي.
د هند ملکي هوايي شرکت ته په خبرداري کې ویل شوي، استخباراتي معلومات ښيي چې آی ایس آی له تروریستي او انتحاري ډلو سره په تماس کې دی چې دا ډول حملې وکړي.
دوی دا خبرداری د هند د خپلواکۍ تر کالیزې ۲۴ ساعته مخکې ورکړ او ویې ویل چې تروریست یرغملګر غواړي چې له ډیلي څخه کابل ته تلونکې هندۍ الوتکه په نښه کړي.
هندي رسنۍ د دغه هیواد د استخباراتي سرچینو په قول وايي چې کابل ته تلونکې الوتکه د دې لپاره په نښه شوې چې په دې الوتکه کې یو شمېر جګپوړي دولتي چارواکي سفر کوي.
د هند هوايي شرکت یا اییرانډیا هره ماسپښین کابل ته یو الوت کوي او ماښام له کابله بېرته ډیلي ته ګرځي.
په دغو الوتکو کې ګڼ شمېر هندي چارواکي او هغه کارکوونکي سفر کوي چې په افغانستان کې پر بېلابېلو پرمختیايي پروژو کار کوي.
تېر کال هم د هند هوايي شرکت ته د تښتول کېدو په وړاندې د هوښیار اوسېدو خبرداری ورکړای شوی و.
——————-
نور خبرونه
د هند هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې
هند د هوايي ترافیک په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي