خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱۲-۱۰
کندهار، افغانستان- د هندوستان سفير په کندهار کي د يو لړ مراسمو پر مهال د کرکټ لوبغالی چي د دغه هيواد له خوا جوړيږي، د بنسټ ډبره کښېښوده.
نن سهار له کابل څخه د هندوستان سفير منپريت وهرا، د اقتصاد وزير عبدالستار مراد، د کانونو او صنايع وزير داودشاه سبا، د ښار جوړوني وزير سيد سعادت منصور نادري، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي، د کرکټ بورډ مشر نسيم دانش کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې په يوه پراخه غونډه کي چي د کرکټ لوبغالي د بنسټ د ډبري ايښودلو په موخه جوړه سوې وه، ګډون وکړ.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دغه ولايت ټولو اوسېدونکو ته د کرکټ لوبغالي د جوړېدو مبارکي وويله او د هندوستان له تلپاتو مرستو څخه يې ستاينه وکړه. ښاغلي عزيزي وويل کرکټ يوه له هغو لوبو څخه ده چي د افغانستان نوم يې په جهان کي ځلولی دی. افغانانو د کرکټ په برخه کي په ډېر لنډ وخت کي دومره مزل وهلی چي ډېر سابقه لرونکي هيوادونه هم نه دي توانېدلي چي دغومره لاسته راوړني ولري.
نوموړي زياته کړه چي د کرکټ په ډګر کي د هندوستان مرسته او تشويق افغانانو ته دا الهام ورکوي چي نه يوازي خپلي لاسته راوړني وساتي، بلکي لا هم مخته ولاړ سي. د کندهار والي وويل: موږ د هر هغه حرکت چي سپورټ تقويه کوي، ستاينه کوو او هر ډول لازمي همکارۍ ته اماده يو. زه د کندهار د ولسونو په نمايندګۍ له ټولو هغو هيوادونو په خاص ډول د هندوستان له همېشنيو همکاريو څخه چي له کندهار سره يې په تعليمي، تجارتي، روغتيايي او سپورټي برخو کي کوي، مننه کوم او د دوست هيواد هندوستان دا اقدام چي په کندهار کي د کرکټ لپاره يو مجهز او معياري لوبغالی جوړوي، ستايم او د کندهار ولس به د دوی دا مرسته هيڅکله هېره نه کړي.
د هندوستان سفير منپريت وهرا خوښي وښوده چي په کندهار کي د کرکټ لپاره مجهز لوبغالی جوړوي او ويې ويل چي د دغه لوبغالي اړوند د کرکټ په اکاډمۍ کي به د کندهار ځوانانو ته روزنه ورکول کيږي. نوموړي زياته کړه چي له دغه ځايه به ځوانان د افغانستان ملي لوبډلي ته لار پيدا کوي او د دې لوبغالي مستقيمي لوبي په ټلوېزيونونو کي خپريږي.
نوموړي هيله وښوده چي افغان ځوانان د هندوستان په ملي لوبو کي ولوبيږي او د ورزش په برخه کي يې د افغانانو لاسته راوړني وستايلې. ښاغلي وهرا ژمنه وکړه چي نورو دا ډول مرستو ته به هم دوام ورکوي. هغه د وينا پر مهال د افغانستان او هندوستان پر دوستانه اړيکو خبري وکړې او هندوستان يې د افغانستان تلپاتی دوست هيواد وباله.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم دانش د هندوستان له مرستي څخه مننه وکړه او ويې ويل چي دا کرکټ لوبغالی د هندوستان له خوا د يو ميليون ډالرو په ارزښت جوړيږي. هغه زياته کړه چي دغه مجهز لوبغالی پر ۴۰ جريبه مځکه جوړيږي چي د کرکټ اکاډمي به هم ولري او ځوانان به پکي روزل کيږي. دانش وويل چي د دې کرکټ لوبغالي د جوړېدو چاري به په اکتوبر مياشت کي بشپړي سي.
د غونډي په پای د کندهار د ولايتي ادارې له خوا د هند سفير ته يو مننليک ورکول سو.
Thank you India.
Thank you verey much India.Afghanistan will never forget your help.India is great verey better than Pakistan.
زده کری همسایوو
په نیکو کارونو کی سره سیالی وکری