تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي او ناټو په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو تروریستي حمله وغندله.
د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې لږترلږه ۱۴۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان او شهیدان دي.
راپورونه وايي چې حمله کوونکو، چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و او په پوځي موټر کې قول اردو ته ننوتل، د قول اردو په جومات کې د جمعې پر لمانځه پر ولاړو بې وسلو پوځیانو یې ډزې وکړې.
د هند صدراعظم نریندر مودي نن /شنبه/ په یوه پیغام کې ویلي«په مزارشریف کې دا وحشیانه تروریستي حمله په کلکه غندم. له هغو کسانو او کورنیو سره چې عزیزان یې په دې پېښه کې وژل شوي دي، ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوم.»
ناټو هم دا برید غندلی او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د ناټو ملکي استازي او سفیر زیمیرمان وویل«زه د افغان ملي اردو پر شاهین ۲۰۹ قول اردو دا وحشیانه حمله په کلکه غندم.»
ده ویلي طالبانو په داسي حال کې پر عسکرو حمله وکړه چې هغوی په جومات کې د لمانځه لپاره راټول شوي ول.
ده همداراز ویلي چې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره غمرازي کوي.
رویټرز خبري اژانس د افغان امنیتي سرچینو په قول وايي چې په دې برید کې ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.
پرون یوې سرچینې تاند ته ویلي و چې ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.