تاند- هندي چارواکي وايي د دغه هیواد صدراعظم نریندر مودي د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ته ویلي، پکار ده چې په افغانستان او سیمه کې تروریزم او تشدد پای ته ورسول شي.

د هند د ایشین اېج د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویکاس سوارپ وویل، سرتاج عزیز د څلورو نورو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره یوځای له صدراعظم مودي سره ولیدل.

د دې خپرونې د راپور له مخې، ښاغلي مودي ورته وویل، مهمه دا ده چې تروریزم او تاوتریخوالی، چې د افغانستان او سیمې ثبات ګواښي، پای ته ورسول شي.

د قرغیزستان، ایران، افغانستان او سلواکیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار تېره شپه، په امرتسر کې د اسیا زړه د شپږم کنفرانس تر جوړېدو مخکې له صدراعظم مودي سره وکتل.

د هند صدراعظم دوی ته هرکلی ووایه او په دې یې ټینګار وکړ چې دا د سیمې د ټولو هیوادونو ډله ییز مسوولیت دی چې له اوسني حالته د افغانستان له وتلو سره مرسته وکړي.

د هند صدراعظم وویل، له عامو افغانانو او افغان مشرانو سره د ده څو ملاقاتونو او خبرو ورته څرګنده کړه چې افغانان له پر له پسې تاوتریخوالي او تروریزمه ستومانه شوي دي.

ټاکل شوې ده چې نن د هند په امرتسر کې د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږم کنفرانس د افغان ولسمشر او د هند د صدراعظم په وینا پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *