تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي په کابل کې پر یوه مېلمستون، چې بهرنیان هم پکې پاتې کېږي، د وسله والو سختدریځو پر حملې اندېښنه ښکاره کړه او دعا یې وکړه چې د مېلمستون ټول مېلمانه روغ پاتې شي.
راپورونه وايي چې د حملې په مهال په مېلمستون کې هندي او ترک مېلمانه موجود ول.
یوه بل چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل چې په مېلمستون کې د ۸۰ او ۱۰۰ تنو ترمنځ مېلمانه شته.
مودي، چې چین ته په درې ورځني سفر روان و، له ایرانډیا الوتکې څخه په ټویټر کې لیکلي:«په الوتکې کې مې د کابل د حملې خبر ترلاسه کړ. زه د وضعیت په اړه اندېښمن یم او د هر یوه د سلامتۍ دعا کوم.»
د وروستي راپور پر اساس د شپې يه ۹ بجې څلور وسله وال انتحاري ترهګر د پارک پلس په نوم د کابل یوه مېلمستون ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.
د کابل په کلوله پُشته سیمه کې پولیس او د ملي اردو ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او دا شېبه له وسله والو سره په ډزې تبادله کوي.
یوه جګپوړي امنیتي چارواکي، د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«درې یا څلور وسله وال ترهګر نن ماښام پارک پلس ګسټ هاوس (مېلمستون) ته ننوتل. له پېښې سمدستي وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته واستول شول.»
په کلوله پُشته کې د ډزو ږغ اورېدل کېږي. ویل کېږي چې په مېلمستون کې څو تنه بند پاتې دي.
تراوسه پوري د مرګ ژوبلو شمېر نه دی څرګند ځکه چې امنیتي ځواکونو لا ترهګر تصفیه کړي نه دي.
نن تر دې مخکې وسله والو طالبانو په لشکر ګاه کې پر جامع جومات په داسي حال کې برید وکړ چې دیني عالمانو په جومات کې غونډه لرله.
د هلمند په نښته کې ټولټال ۹ تنه ووژل شول. په وژل شویو کې ۳ پولیس، د عالمانو د شورا د مشر په ګډون ۴ ملکیان او ۲ ترهګر شامل دي.