تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: د هند په چنايي کې د افغانستان د ملي ځواکونو ۲۰ تنه ښځینه پوځیانې له یو لنډمهالي یو میاشتني کورس څخه فارغې شوې.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه وايي، د دغو ښځینه سرتېرو روزنه د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې د قوس په ۳مه پیل شوې وه، چې د بدني روزنې تر څنګ، د وسلو کارونه، تاکتیکونه، رهبري، معلوماتي ټکنالوژي، د بشري منابعو مدیریت او انګلیسي ور زده کړای شوه.

افغان ځواکونه له دریو پرله پسې کالونو راهیسې د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کوي چې تېر کال هم ترې ۱۹ افغانې مېرمنې فارغې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، دا مهال ۲۰۰۰ افغان سرتېرې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کوي چې دوی هڅه کوي ۵ زره نورې هم جذب کړي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت د تعلیم او پرسونل مرستیاله منیره یوسف زاده ټینګار لري چې ډېر ژر به د افغانو مېرمنو پوځیانو یوه ډله متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره واستول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *