تاند- بهادرا په هند کې هغه ښارګی دی چې ټولوو خلکو ته یې په هر ځای کې وړیا انترنیټ مهیا شوی دی.
دا ښار، چې په راجستان ایالت کې دی، په هند کې لومړنی ښار دی چې ټولو خلکو ته یې وړیا یا خورا ارزانه وای فای ورکول کېږي.
د هند د څو نورو ښارونو لکه بنګلور، پونا، کوچین او ډیلی په ځینو ځایونو په تېره بیا روغتونونو کې انترنیټ وړیا موندل کېږي خو د بهادرا د بسونو له تمځایونو رانیولې د رېلګاډو تر سټېشنونو، واټونو او بازارونو پوري هر ځای وړیا انترنیټ موندل کېږي.
That is the government whech sarve for there people