ژباړه: شفیق الله یوسفزی
د نړۍ نفوس د صنعتي انقلاب څخه وروسته په ډیر چتکۍ سره خپل لوړ حد ته ورسید. په ۱۸۰۰م کال کې د نړۍ نفوس یو میلیارد ته لوړ شو، په ۱۹۰۰م کال کې ۱.۶۵ میلیارد ته او په ۲۰۰۰م کال کې د نړۍ نفوس خپل اعظمې کچې ۶ میلیاردو ته ورسید.
هند او چین چې د نړۍ دوه پرمختيايي هېوادونه دي د ټيټې یا د منځني کچې ګټې لرونکې هیوادونو څخه شمیرل کیږي او د نړۍ ۸۴ سلنه نفوس لرونکي دي، خو د ۲۰۰۸م کال د احصایې له مخې د نړۍ د ټول عاید څخه یواځې ۴۱ سلنه ور ته رسیږي.
د ملګرو ملتونو د یو تازه راپور له مخې په ۲۰۲۲ م کال کې هند به د ستر نفوس په درلودلو سره د چین څخه مخکې او لمړی مقام خپل کړي. څرنګه چې چین او هند دواړه په نړۍ کې د یو یو میلیارد څخه ډېر نفوس لري، خو د وړاندوینې له مخې چین به په ۲۰۲۰ م کال کې د لمړی درجې څخه وغورځي او د 1.4 میلیارد نفوس په درلودلو سره به د نړۍ دوهم ډېر نفوس لرونکی هېواد وګڼل شي او هند به په نړۍ کې د ستر نفوس په درلودلو سره لمړی مقام ته ورسیږي.
په لاندې ګراف کې تر ۲۰۳۰م کال پورې په چین او هند کې رامنځته کېدوونکي دیموګرافیکي بدلونونه لیدلی شئ، چې د هند نفوس په ډېرې چټکۍ سره مخ په ودې روان دی.

په چین کې د ۱۹۵۰ م کال څخه تر ۱۹۷۰ م کال پورې لس کلن ماشومان او یا ځوانان د چین د نفوس تر ټولو لوړه سلنه جوړوله او د نورو عمرونو سلنه په کې خواره وه او د یوې وړاندوینې له مخې په ۲۰۶۰م کال کې د ۷۰ کلن عمر درلودونکي به د چین د نفوس تر ټولو ستره ونډه جوړه کړي.
لاندې ګراف د چین د نفوس د مختلفو کلونو په دوران کې د عمرونو د بدلونونو څرګندونه کوي.

په چین کې د تقاعد او د ډیر عمر لرونکو لپاره د خوندي خونو نشتون یو له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي. دلته د ختیځ کلتور له مخې کورنۍ خپل د ډير عمر لرونکي مشران او خپلوان په خپلو کورنو کې ساتي او د روغتیا لپاره يې هڅې کوي.
په راتلوونکي کلونو کې، د چین هر یو وګړی به په منځنۍ ډول د دوو ډير عمر لرونکو کسانو د ساتنې او ملاتړ بار په خپلو اوږو ولري. چین پدې برخه کې د غرب په پرتله کمزورې زیربنا لري.
چین په دې وروستیو کې د یو ماشوم زیږون پالیسې څخه خوښ دی او دا به یوه اندازه د فشار مخه هم ونیسي. د نمونې په ډول یو وخت به د یو نسل د دریو څخه دوه برخې د منځني عمر لرونکي وي او د دې ټولنې هر یو غړی به د یو ډیر عمر لرونکي کس مالي ملاتړ په غاړه ولري.
په چین کې د ماشومانو ډېروالی به هم په ناڅاپۍ ډول د مجموعي لګښت د ډېروالي سبب شي او دا به د چین د اقتصاد په رغونه کې مهم رول ولوبوي. هغه مور او پلار چې له یو څخه ډېر ماشومان لري نو ډېر لګښت او مصارف هم په غاړه لري او څنګه چې د دوې ماشومان لوی کېږي نو کور، روغتیا، د ژوند بیمې او د ژوند نورو ډېرو اړتیاوو ته ضرورت پیښېږي، چې په دې سره اقتصادی فرصتونه او فعالیتونه ډېروالی مومي.
د هند ځوان نفوس مخ په ډېریدو دی
هند په دې وروستي لسیزه کې له نړیوالې اقتصادي ودې سره یو له مهمو مرسته کوونکو څخه وو او د ۲۰۰۵ م کال راهیسې يې د نړۍ په اقتصادي فعالیتونو کې ۱۰ سلنه ډېروالی رامنځته کړی دی.
هند په نړۍ کې د دوهم ستر نفوس لرونکي په ډول او په راتلوونکي کې د ستر ځوان نفوس په درلودلو سره، خپل ملیونونو وګړو ته په نږدی راتلوونکي کې د دندو رامنځته کولو ته اړتیا لري، ترڅو خپلو خلکو ته د وخت سره برابر معیاري ژوند تامین کړي.
همدا ډول د هند په نفوس کې دوامداره زیاتوالي به د هند اوسنۍ ستونزې لا ډېرې کړي او د نړۍ ډيری بې وزلي هم په دې هېواد کې استوګن دي. هند به په راتلوونکي کې په خپل هغو بې وزلو وګړو ته چې د بې وزلې له کرښې ښکته ژوند کوي ډېره توجه وکړي. په هند کې د مطلق بې وزلو وګړو شمیر تقربیا ۳۰۰ ملیونو ته رسیږي.
همدارنګه د هند د ځوان نفوس په دې هېواد کې د لوړ کاري ځواک شتون په ډاګه کوي، خو په راتلوونکې کې هند به هم د چین د اوسني دیموګرافیکي ستونزو سره مخامخ شي، د ډېر عمر لرونکو کسانو شمیر به په کې ډېر وي، کاري ځواک به يې مخ په کمېدو وي او د ډير عمر لرونکو کسانو د پالنې لپاره به زیربناوې نه لري.
هند به د خپل پرمختګ لپاره په مهمو سیمو کې په یو شمیر اصلاحاتو لکه د زیربناوو بیارغونه او غښتلی کولو، د اقتصاد په مهمو سکتورونو کې په پانګوونې او د مهمو اقتصادي سکتورونو لکه د صنعت او زراعت په تشویقولو باندې لاس پورې کړي.
باید په یاد ولرو، هند اوسمهال په نړیوال اقتصاد کې د مهمې ونډې درلودونکی دی او اقتصادي فعالیتونه يې په نړۍ کې په لوړ کچه روان دي.