تاند- د هند هوايي شرکت کابل ته د خپلو الوتکو پروازونه، چې دوې ورځې وړاندې یې درولي ول، بیا پیل کړل.
د هند د هوايي شرکت (اییرانډیا) یوه چارواکي وویل:«موږ افغانستان ته د خپلو الوتکو الوتنې نن بېرته پیلوو او زموږ الوتنې به په عادي ډول روانې وي.»
د هند هوايي شرکت دا اعلان له دې سره سره وکړ چې د دغه هوايي شرکت یو شمېر پېلوټانو په مومبي کې کابل ته له الوتنو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې پر دوی په سیاسي انګېزه فشار دی چې کابل ته الوتنې بېرته پیل کړي.
د هند د ملکي هوايي ادارې چارواکي وايي چې پر پېلوټانو هیڅ راز فشار نه دی راوړل شوی.
د هند دوو هوايي شرکتونو یعني اییر انډیا او سپایس جټ د پنجشنبې په ورځ د کابل پر هوايي ډګر له حملې وروسته کابل ته الوتنې ودرولې.
افغان چارواکو د کابل پر هوايي ډګر حمله د پاکستان د آی ایس آی له لوري تنظیم شوې وبلله، ویې ویل چې دا برید د کراچۍ پر هوايي ډګر د برید په غچ کې وشوه.
په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت سرچینو وویل چې هندي چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر خوندي دی.
د هند لپاره کابل ته د خپلو هوايي شرکتونو الوتنې مهمې دي ځکه چې هند او افغانستان مځکنۍ لار نه لري او پاکستان هند نه پرېږدي چې له افغانستان سره د دغه هیواد د خاورې له لارې راکړه ورکړه او تګ راتګ وکړي.