تاند- د هند ولسمشر پرناب موکر جي نن /جمعه/ وویل، هند د تروریزم پر ضد په جګړه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

ښاغلي موکرجي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په یوه استولي پیغام کې د کابل پرونی /پنجشنبې/ تروریستي برید غندلی دی.

د کابل په پرونیو انتحاري او بمي بریدونو کې د ملي پولیسو شاوخوا ۳۵ نوي روزل شوي سرتېري په داسي حال کې ووژل شول چې په میدان وردک کې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د فراغت د سندونو د ترلاسه کولو لپاره کابل ته راروان ول.

موکرجي په خپل پیغام کې همداراز لیکلي:«هند دا بې رحمانه برید په کلکه غندي او دا ښيي چې زموږ سیمه د تروریزم له لوري له لوی خطر سره مخامخ ده او دا خطر زموږ د سیمې امنیت، ثبات، سوله او پرمختګ ګواښي.»

ده همداراز ویلي:«هند به د تروریزم د ټولو ډولونو پر ضد له افغانستان سره اوږه په اوږه ودرېږي. غواړم چې د کابل د بې رحمانه تروریستي برید په نتیجه کې د انسانانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړم.»

هند نه یوازې د افغانستان کلک سیاسي ملاتړی دی بلکې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ځان د افغانانو د مهمو اقتصادي ملاتړ کوونکو ترڅنګ درولی دی.

دغه هیواد له افغانستان سره تر ۲ زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې او د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او ګڼې نورې پروژې یې جوړې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *