تاند- د هند د پارلماني انتخاباتو یوه کاندید او پلویانو یې د شعار پر ځای جارو په لاسونو کې نیولی او ویلي یې دي چې فساد او رشوت به له هنده پاکوي.
د هند د پارلمان د ملي جرګې د انتخاباتو لومړی پړاو نن /دوشنبه/ د دغه هیواد په ختیځو ایالتونو کې پیل شو.
هر کاندید خلکو ته بېله بېله ژمنه ورکوي او مختلف شعارونه لري.
خو د دوی په منځ کې د اروبند کجریوال عکسونو او فعالیتونو د خلکو پام زیات ځان ته اړولی دی.
دی، چې جارو یې په لاس کې نیولی، خلکو ته وعده ورکوي چې په فساد پسې به جارو راواخلي او هند به ورڅخه پاک کړي.
هندیان هم د افغانانو په شان له فساده ډېر په تکلیف دي.
کجریوال د تېر کال په وروستیو کې هغه مهال مطرح شو چې د ده له لوري تازه جوړ شوي ګوند(عام ادمي) د تېر کال د ایالتي جرګو په انتخاباتو کې په ډیلي کې ۲۸ چوکۍ وګټلې او په نتیجه کې یې دی اعلي وزیر شو خو لا ۵۰ ورځې نه وې پوره شوي چې له فساد سره د مبارزې د قانون پر سر د اختلاف له کبله یې د اعلي وزارت له چوکۍ څخه استعفا وکړه.
عام ادمي ګوند لا هم د ډیلي په ایالتي جرګه کې ۴۰ چوکۍ لري.
کجریوال، چې پخوا یو دولتي مامور و، په ۲۰۱۱ میلادي کال له فساد سره د نامتو مبارز انا هزاره تر څنګ ولاړ و او هماغه وخت په خلکو کې مشهوره شو.
عام ادمي ګوند تراوسه پوري د هند ملي جرګې ته ۴۰۷ تنه کاندید کړي او ویلي یې دي چې د هند د ملي جرګې د ټولو ۵۴۳ چوکیو لپاره به خپل کسان کاندید کړي.