تاند- د هند د صدراعظم نریندر مودي ملتپال ګوند د دغه هیواد په عامو انتخاباتو کې تاریخی بری ترلاسه کړی دی.
لومړنۍ نتیجې ښيي چې د دغه هیواد د صدراعظم نریندر مودي ګوند اکثریت ګټلی دی.
دا انتخابات، چې په شپږ اوونیو کې وشول، د ښاغلي مودي په اړه ټولپوښتنه ګڼل کېږي.
د هند د انتخاباتو د کمیسیون رسمي نتیجې ښيي چې د ښاغلي مودي بهارتیا جنتا ګوند د هیواد له ۵۴۲ پارلماني چوکیو ۲۹۲ چوکۍ ګټلي دي حال دا چې د پارلمان د استازو د جرګې د اکثریت لپاره ۲۷۲ چوکیو ته اړتیا ده.
دا له ۱۹۸۴ م کال را په دې خوا لومړی ځل دی چې یو ګوند په هند کې دوه واري سره په سر انتخابات ګټي.
د هند د لوک سبها یو شمېر چوکۍ د هند د بالیووډ ځینو ستورو ګټلي دي.
د هغوی په منځ کې مشهوره سینمايي ستورې همامالني، سني دیول، هانس راج هانس (سندرغاړی)، کرون کهیر، اورمیلا متن کهر او راوی کیشن شامل دي.
خو ځینو سینمايي ستورو انتخابات بایللي دي؛ لکه شتر ګهنسینا، راج ببر، راجیو پردا.
د اپوزیسیون اصلي ګوند کانګریس ۵۱ چوکۍ ګټلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن سوارج، چې د بهارتیا جنتا ګوند یوه مهمه مشره هم ده، په یوه ټویټ کې لیکلي چې ګوند یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.
ځینې کتونکي وايي چې د مودي د ګوند دا ډول قاطع بری به د هندوانو سختدریځې ډلې زړه ورې کړي او دا کېدای شي چې مسلمانانو ته یو خبرداری وي.
په هندوستان کې په اټکلي توګه هره میاشت تر یو میلیون او ۲۰۰زرو زیات ځوانان د کار مارکېټ ته راځي او د دوی لپاره د کارموندنې شرایط برابرول به د نوي حکومت پر وړاندې لویه ننګونه وي.
د هندوستان د اقتصاد یوه څارونکي تحقیقي اداره وايي، په دې هېواد کې د اپرېل په میاشت کې بېکاري ۷،۶ سلنې ته پورته شوه چې دا له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د بېکارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.
خو په پارلمان کې قاطع اکثریت به مودي ته لاره هواره کړي چې له بې روزګارۍ سره د مبارزې لپاره اصلاحات وکړي او د کلیوالو د نارضایتۍ د کمولو لپاره کار وکړي.
اقتصاد پوهان وايي، د هند راتلونکی صدراعظم یعني مودي باید پانګهوال وهڅوي، څو داسې پانګونه وکړي چې خلکو ته دندې پیدا شي.
د روېټرز خبري اژانس په یو راپور کې په دې اړه ویل شوي، د امریکا او چین په څېر د لویو سوداګریزو شریکانو سره د هندوستان سوداګریزې اړیکې هم لړزانده دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره له هنده د لوړو ګمرګي تعرفو، له امریکا څخه د واردېدونکو طبي وسایلو د بیو د محدودیت او انټرنټي سوداګرۍ د اصولو په برخو کې غوښتنې لري.
د اقتصاد پوهانو په وینا د امریکا او چین ترمنځ وروستۍ سوداګریزې شخړې هم د هندوستان ستونزې زیاتې کړي دي.
د هند د راتلونکي حکومت لپاره د دې هېواد له ملي امنیت سره تړلې مسئلې او د پاکستان سره شته کړکېچ هم له لویو ننګونو ګڼل کېږي.
په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د وسلهوالو په یو برید کې۴۰ هندي سرتېري ووژل شول او مودي یې د غچ لپاره پاکستان ته جنګي الوتکې واستولې، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.