اټل بیهاري واجپای

تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي نن اعلان وکړ چې د دغه هیواد پخوانی صدراعظم اټل بیهاري واجپای نن /پنجشنبه/ د ۹۳ کلونو په عمر د ورپېښې ناورغۍ له کبله مړ شوی دی.

واجپای د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ درې دورې د هند صدراعظم پاتې شوی.

د نوموړي روغتیايي حالت په وروستیو کلونو کې ښه نه و.

واجپای له ۹ اوونیو راهیسې د نوي دیلي په د میډیکل ساینس د طبي انستیتیوت په روغتون کې بستر و.

صدراعظم مودي په یوه ټویټري پیغام کې ویلي«د واجپای مړینه زما لپاره شخصي او نه جبرانېدونکې ضایعه ده.»

ځواب دلته پرېږدئ