په افغانستان کې روانو حالاتو ته په پام او د ګڼو اسانتياوو په نشتون کې له هندوستانۍ کرکټ لوبډلې سره مخ کېدل او پر وړاندې يې داسې زړوره لوبه د دې ښکارندويي کوي چې دا لوبډله به په ډير کم وخت کې لوړو پوړويو ته ځان ورسوي. يوازې د دغو لوبغاړو حوصله لوړول پکار دي.
دا هغه خبرې دي چې د افغانستان او هندوستان د سيالۍ پر مهال د هند لوبډلې پخواني لوبغاړي او کرکټ شنونکي «کپل ديو» د خپلې کمنټرۍ په ترڅ کې تکرارولې.
که څه هم د کرکټ دې سيالۍ کوم قانوني بڼه نه درلوده او نه يې هم ګټلو يا بايللو په دواړو لوبډلو اغيز پريښوده، خو ګټه يې زمونږ لپاره دا وه چې د راتلونکو سياليو لپاره په کومو برخو او کومو لوبغاړو خواري وشي تر څو په نورو سياليو کې له دغسې حالاتو وژغورل شي.
توپ نيونه ـ تر ټولو ستره ستونزه چې زمونږ په لوبډله کې له ورايه ښکاريدله هغه د توپ نيونې «فيلډنګ» برخه وه چې د يو شمير مهمو لوبغاړو کيچونه پريښودل شول، بې ځايه منډې ورکړل شوې او همدغه ناسمه توپ نيونه د دې لامل شوه چې دوه لوبغاړي ستره ملګرتيا جوړه کړي.
که چيرته زمونږ لوبغاړي د نړيوال جام په سياليو کې داسې فيلډنګ کوي نو ښايي چې سياله لوبډله له دې هم لوړ هدف راکړي. اوسمهال زمونږ له ملي لوبډلې سره د توپ نيونې په برخه کې بهرنی روزونکی شته دی او بايد نوموړی په دې څو ورځو کې پر افغان لوبغاړو هره ورځ له څلورو نيولې تر پنځو ساعتونو پورې د توپ نيونې تمرين وکړي.
توپ اچونه ـ په لومړي سر کې افغان لوبغاړو په نوي توپ ډيره ښه لوبه وکړه په ځانګړي ډول د حميد او دولت بريد کوونکې توپ اچوونې هندي لوبغاړي له ننګونو سره مخ کړل. خو وروسته داسې ليدل کيدل چې زمونږ توپ اچوونکي په لويي لاس يو، يو توپ خرابوي او بيټسمين ته د منډې ورکولو زمينه برابروي. او دا پر لوبغاړي د فشار نښه ګڼل کيږي چې هر لوبغاړی بايد يوازې او يوازې په خپله توپ اچوونه فوکس وکړي ، دې ته ونه ګوري چې مخامخ راته څوک ولاړ دی.
توپ وهنه «بيټنګ» ـ د کرکټ په لوبه کې توپ وهنه زمونږ تر ټولو ښه وسله ده او زمونږ لوبغاړو د ښو شاټونو په وهلو سره وښوده چې تر يوه بريده مسلکي لوبه هم کولی شي.
د هندي کرکت شنونکو له «اوميش ياداو» څخه په راتلونکي نړيوال جام کې سترې هېلې درلودې او همدې ته په پام سره يې د نوموړي د ښې توپ اچوونې ډيره ستاينه کوله، خو په لومړي اوور کې چې جاويد احمدي پرې دوه څلوريزې سر په سر ووهلې نو لږ تر لږه په دې قانع شول چې «ياداوو» نه توپ چپ «لفټ» خوا ته روان دی او په لين کې بال نه کوي.
افغان لوبغاړو خو په لومړيو اورونو کې چې «پاور پلی» وه ، ډيره ښه توپ وهنه وکړه او هندي لوبغاړي يې وارخطا کړل خو د شلم اوور نه وروسته لوبه ډيره سسته شوه او لامل يې يوازې او يوازې د سنګل يا يوې منډې نه جوړول و.
د کرکټ په لوبه کې (يوه) منډه جوړول تر ټولو مهم او سخت کار دی، ځکه دا منډې عموماً په هغه حالت کې جوړيږي چې له دايرې څخه لوبغاړي وتې وي او په دې حالت کې به ته د يوې منډې لپاره ځای پيدا کوې چې توپ هتله ورسيږي او تا ته د منډې جوړولو زمينه برابره شي.
خو زمونږ لوبغاړو په نيمايي لوبه کې د يوې او دوو منډو اخستلو هيڅ ډول هڅه نه کوله او د اوچتو شاټونو وهلو په تمه تمه وسوځيدل، چې په لوبه يې لويي اغيز وشينده.
دا معلومه خبره ده چې زمونږ ټول لوبغاړي د اوچتو شاټونو وهلو توان لري خو د يوې او دوو منډو پر جوړولو هم بايد کار وشي تر څو په راتلونکي نړيوال جام کې بيا له دغې ستونزې سره مخ نشي.
که چيرته دغو وړو ستونزو ته په راتلونکو مهمو لوبو کې پام وشي نو هرومرو به نوموتو او پياوړو لوبډلو ته هم ماتې ورکوو. ځکه افغان لوبغاړي يوازې ټينګې حوصلې، پياوړي فکر او جرأت ته اړتيا لري.
زمونږ ټول هيوادوال د کرکټ ملي لوبډلې په وروستۍ سيالۍ خوښ دي او په دې هم پوهيږي چې د تير نړيوال جام اتلې هندۍ لوبډلې سره د افغان لوبډلې داسې لوبه ترسره کول هم ستره بريا ده.