تاند – د هند د کرالا (Kerala) ایالت په یوه عبادتځای کې په لګېدلي اور کې لږترلږه ۱۰۰ تنه مړه شوي او په سلګونو نور ژوبل دي.

د کرالا  ایالت د کورنیو چارو وزیر رامش چینیتالا پرون (شنبه) وویل، په دې پېښه کې، چې د (پاراور) ښارګي په پوتنیګال عبادتځای کې د یوه جشن په ترڅ کې وشوه، ۲۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

کرالا ایالت د هند په جنوب کې دی.

سیمه ییزې رسنۍ وايي، اور هغه مهال بل شو چې د جشن لپاره د اورلوبې باروت، پټاکۍ او وسایل وچاودېدل.

پېښه د شپې په ۳ نیمې بجې وشوه.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د پېښې ځای ته روان شوی دی. ده په ټویټر کې لیکلي چې دا پېښه دومره دردوونکې ده چې په الفاظو یې بیانولی نه شي.

په عبادتځای کې یوه ودانۍ ونړېده او ګڼو کسانو د ودانۍ تر کنډوالو لاندې ساه ورکړه.

په دغه عبداتځای کې هر کال د مېلې په ترڅ کې اورلوبه کېږي.

ویل شوي چې لا هم یو شمېر کسان تر کنډوالو لاندې دي او د تلفاتو دقیق شمېر لا نه دی څرګند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *