تاند – هند د اسیایي لوبو د اتلولیو په ترڅ کې، چې په بنګله دېش کې روانې دي، پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ پاکستان وکړ، د هند باولر پانډیا ۸ منډې ورکړې او درې پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول چې له دې سره د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۷ اوور کې ۸۳ منډې وکړې. دا د ۲۰ اووره لوبو په ترڅ کې د پاکستان دریمې ټیټې منډې دي، یعني دوه ځله یې تر دې پخوا تر دې هم کم رنزونه جوړ کړي وو.

د هند او پاکستان ټیمونه د شل اورونو په نړیوال جام کې هم د جدول مخې سره یوځای شوي دي او ټاکل شوې ده چې د مارچ په ۱۹ دا مسابقه په هند کې وشي.

د پاکستان له لورې له سرفراز احمد پرته چې په ۲۵ منډو وسوځید، بل ټول لوبغاړي په لږو منډو وسوځیدل. پاکستاني مبصر رمیز راجا د لوبې په ترڅ کې وویل چې پاکستاني لوبغاړي داسې وارخطا لوبیږي لکه د ښوونځي زده کوونکي چې کرکټ کوي.

هندي لوبغاړو هم په پیل کې ښه بیټنګ ونه کړ او درې لوبغاړي یې ژر وسوځیدل، خو د هند نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي په ۵۱ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې قابو کړه، د ګټلو تر اوور یو اورو مخکې بیا د هند غبرګ لوبغاړي په یوه اوور کې وسوځیدل، خو دا هغه وخت و چې د پاکستان لپاره اوبه له ورخه تیرې وې او د لوبې ۲۷ توپونو لا پاتې و چې لوبه پای ته ورسیده او هند وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *