تاند- د هند د امریلي سیمې په ویرپور ګدهیه کلي کې خلک هغه مهال سخت وترهېدل چې یوه زمرۍ یې تنګو کوڅو ته ننوته او پر یوه غوا یې په رڼه ورځ حمله وکړه.
د بریتانیا د (مېل آنلاین) د راپور له مخې، کلیوالو کورونو ته منډې کړې او د دروازو له شا او بامونو یې د زمرۍ ننداره کوله چې غوا یې خوړله.
په ثبت شوې ویدیو کې زمرۍ لیدل کېږي چې د کلي په تنګو کوڅو کې بېغمه ګرځي.
زمرۍ ټوله ورځ په کلي کې تېره کړه او د ماښام په شاوخوا ۷ بجې یې د غوا د غوښې د پاتې برخې له خوړلو وروسته لاړه.
ویرپور ګدهیه کلی د وحشي حیواناتو له (ګیر وایلډ لایف) ځنګل څخه ۶ مایله لیري دی او ګومان کېږي چې دا زمرۍ به له همدې ځایه کلي ته ورغلې وي.
کلیوال وايي چې د ځنګله مسوولانو ته یې خبر ورکړی چې زمرۍ د دوی کلي ته ورغلې ده.