استاد ښکلی

پخوانو فکر کاوه، چې د ژوند تېرولو ځينې بنسټونه د زمان و مکان له اغېزه ماورا دي. دا بنسټونه له پيله همداسې راروان دي او په راتلونکې کې به هم بدلون ونه کړي. پخوانو سره د اصولو په اړه دا ذهنيت و، چې دا به د قيامت تر ورځې ثابت وي.

پر دې بنسټ دا اصول داسې هېندارې ګڼل کېدې، چې ژوند راته چې څنګه دی، دقيق همدغسې ښيي او دا اصول چې څه وايي، ژوند بايد دغسې شي. د پخواني کلچر د مطالعې پر وخت په اساس کې دا ذهنيت په اسانه ليدای شو.

د همدغو اصولو له مخې په لويديځ کې له سقراطه نيولې تر کانټه پورې د آفاقي اخلاقو ډول ووهل شو؛ خو نېچه دغه آفاقي اخلاقي نظام ولړزاوه. په ختيځ په تېره پاتې ټولنو کې چې له خپلې ماضي سره بېحده مينه ليري او پرېکون ترې ورته د ځان مرګ ښکاري، تراوسه د معرفت زاړه اصول کارېږي.

پخوانو فکر کاوه، چې د ژوند د پېژندلو دقيق معيارونه همدا دي، چې له اسلافو ورپاتې دي او څومره چې څوک ژوند دې اصولو ته ورنېژدې کړي، هغومره لوی عالم دی. همدا لامل و، چې د پوهې د ترلاسي ځغاسته د دغو ټولو اصولو کټ مټ زده کړه او تطبيق و. غندنه او ستاينه هم د دې اصولو له مخې کېده؛ خو پخپله پر دې اصولو نه کېده. پخوا زمانې ته پر همدې بنسټ ولاړه زمانه وايي.

د قضاوت دا اصل په ادب کې، چې لويه برخه يې شعر وه، هم چلېده. په شعر کې د قافيې، وزن او صنايعو شتون حتمي و او د بې قافيې يا بې وزنه شعر تصور نشو کېدای.

خو وروسته وروسته چې ساينس پرمختګ وکړ او د ساينس د تجربو له ډول نه په ټولنيزو علومو کې هم استفاده وشوه. دغسې د بېلابېلو علومو د خپلمنځي راکړې ورکړې بهير پيل شو؛ نو له فزيکې ژوند سره سره د انسان معنوي هغه هم بدلون وکړ.

تر دې وروسته انسان د معرفت پر اصولو هم شکمن شو او ورو ورو په دې پوه شو، چې حق د اوبو غوندې دی، چې په هر لوښي کې يې واچوې، د هغه لوښي رنګ واخلي.

په لرغوني يونان کې د فلسفي نظريو له استدلال نه د فلسفې منطق راوايستل شو او بيا دا مېتود د استقرايي مېتود په نامه ډېر وخت وچلېد؛ خو په رنسانس کې قياسي مېتود د دې مېتود ځای ونيو او له جز نه خبره کل ته راغله. پخوا ويل کېدل، چې مثلا: انسان خبرې کوې، سقراط هم خبرې کوي؛ نو سقراط هم انسان دی. وروسته دا اړيکه برعکس شوه.

دا په فلسفه او وروسته په ارواپوهنه کې مهم بدلون و. پخوانو کل ته اهميت ورکاوه؛ خو قياسي مېتود د کل رغنده اجزا مهم وبلل، چې په بدلون سره يې د کل بڼه بدلېدای شي.

په غرب کې هغه علم ته چې د معرفت اصول راپېژني(epistemism). Episteme يونانی ويی دی، چې عصري فکر ته وايي.  “مشل فوکو Episteme د يوه وخت باورونو او د عملي ژوند دودونو ته وايي، دا باورونه او دود په بېلابېلو برخو مثلا قوانينو، سياست او هنر کې رامنځته کېږي، چې له پيوستون نه يې Epistemeجوړېږي”. (اقبال آفاقي. مابعد جديديت(اصطلاحات اور معاني و تعبيرات و تشريحات): ۵۵مخ)

موږ قضاوت کوو؛ خو د قضاوت پر معيارونو غور نه کوو، چې څومره دقيق او سم دي. د Chris Horrocks د تعريف له مخې، Episteme هغه بېخبنا ده، چې پر بنسټ يې باورونه جوړېږي. دا تجربې، علم او ساينسي برلاسی تر يوه وخت پورې محدودوي.

د انسان د قضاوت ريښه د قضاوت په اصولو کې وي. کله چې اصول بدل شي، قضاوت هم خپل رنګ واړوي، چې همغه د اوبو بېلګه ورته کارولای شو. پخوانيو خلکو ښځې ته د خپل ناموس په سترګه کتل، ځکه يې نو د هغې غږ او جسم هر څه عورت ګڼل؛ خو اوس خلک پوهېږي، چې د ښځې له فعال نقش پرته فرهنګ نيمګړی دی. اوس ښځې ته د خپل ناموس نه، بلکې د ځان غوندې د يوه انسان په سترګه کتل کېږي، چې عقل او د انتخاب حق لري.

په دې حساب يواځې قضاوتونه نه، بلکې زموږ د قضاوت معيارونه هم متحول وي، چې که د نوي مهال له تمايلاتو او اړتياوو سره سمون ونه لري، ټولنه د پرمختګ پر لوري له تګه پرېباسي.

په پاسنۍ جمله کې مو د مهال د تمايلاتو خبره وکړه. دې ته به لږ وروسته راشو. اوس به دا ووايو، چې قضاوت خو کوو؛ نو د قضاوت پر آرونو ولې فکر نه کوو؟ ځکه چې انساني ذهن د اعتياد مهمه ځانګړنه لري. انسان د خپل چاپېريال له شيانو او کلچر سره ژر روږدی کېږي، چې بيا لاشعوري دا خپل کلچر د يوه ثابت واقعيت په توګه مني. که په يوه لار ډېر لاړ شو، دومره ورسره روږدي شو، چې ذهن مو يې په اړه د فکر کولو زيار نه ګالي؛ خو له بيا بيا تګ سره په لار کې پر راغليو بدلونونو نه خبرېږو.

له خپل کلچر سره دومره عادي شوي يو او دومره ډېر مو دا دودونه تجربه کړي او خبرې اورېدلي، چې اوس راته واقعيت ښکاري، چې که ښځه له کوره ووځي، د نارينه په بېغيرتۍ دلالت کوي.

هنر هغه ډګر دی، چې موږ له خپلو اعتيادونو منحرفوي. موږ له کورنيو حيواناتو سره بالعموم بد چلن کوو. نوي ادبيات مو له حيواناتو سره مينې ته هڅوي او راته وايي، چې دوی هم له موږ سره په طبيعت کې شريک دي. همدا لامل دی، چې پوهان هنر له بغاوت او انحراف سره تړي.

د هنر په اړه بغاوت هم يو قضاوت دی او موږ بالعموم د هنر په اړه قضاوتونه کوو.

په پخوانۍ ادبپوهنه کې د شعر په اړه قضاوت د قافيه پوهنې، بيان، معاني، بديع او عروضو له مخې کېده او د دې علومو د اصولو مراعات په شاعرۍ کې دومره تکرار شوی و، چې شاعرانو ته يو نابدلېدونی واقعيت ښکارېده. کاظم خان شيدا پر پښتنو شاعرانو نيوکه کوي:

پښتانه چې شعرا دي

له دې طرزه معرا دي

چې په لافو د اشعار دي

په معني د اشعار عار دي

ناواقف د سليقې دي

نابلد د طريقې دي

د هر وزن منافي دي

څه خبر په قوافي دي

د اشعار له صنايع نه

د ګفتار له بدايع نه

چې د نظم تصنيف کاندي

رعايت د رديف کاندي

شاعر د شعر په رعايت کې د قافيو او صنايعو مراعات حتمي ګڼلی. پخوا به له غزليزې شاعرۍ پرته چې به د پند لپاره‎ کومې کيسې بالعموم مثنوي کېدې، نظم يې بللې. د شيدا له خبرې دا استنباط کولای شو، چې پخوا په نظمونو کې د رديف مراعات بد ګڼل کېده؛ خو اوس موږ د نوې ادبپوهنې د آرونو له مخې د شعر په اړه د شيدا له دې قضاوت سره، چې هغه وخت دقيق و، چندان موافق نه يو.

د شلمې پېړۍ په لومړيو کې چې ايران او څو لسيزې وروسته هند ته ازاد نظم راغی؛ نو دودپالو شعرپوهانو ورسره د زړو اصولو له مخې مخالفت وکړ؛ خو موږ وليدل، چې په ايران کې نيما پوشيج او په هند کې ثناء الله ميراجي او ن م راشد داسې زبردست ازاد نظمونه وويل، چې ادبي چاپېريال يې اغېزمن کړ او ډېرو زلميو شاعرانو يې تقليد پيل کړ. ادبي چاپېريال څه چې عامه ذوق يې ورمات او له دې لارې بدل کړ.

که پخوانيو د ومان نيازي يا اناهيتا روهي سپين شعرونه اورېدلي وای، همغسې خندا به يې پسې کړې وای لکه ملک الشعرا بهار چې په ايران کې د ازاد نظم په لارويو پسې کوله، ځکه د ومان او اناهيتا شعرونه د پخوانو د قضاوت له اصولو او له دې لارې له ذوق سره سمون نه لري.

که اصول نه وي، موږ قضاوت نشو کولای. چې قضاوت کوو، ارادي ناارادي ځينې اصول مراعاتوو يا جوړوو. مثلا: لومړی به کوم کس له عادي ژبې سره په توپير په خبرو کې وزن پيدا کړی وي، چې وروسته دا د شعر د ويلو يو اساس شو؛ خو وروسته وروسته شاعرۍ نور دومره اصول وموندل، چې د وزن شتون يې له اساساتو وووت.

پخوانو له زمانه يواځې د کلونو او پېړيو د اوښتو مانا اخيسته؛ خو ساينس په ماډرنيټي کې اروپايي انسان ته د زمان يو بل تصور ورکړ او هغه د بشري ژوند د تحول تصور و. په نويتابه (ماډرنيټي) کې انسان تصور وکړ، چې په خپل ټول مادي او معنوي کلچر کې ژور بدلونونه راوستای شي او له Man نه Superman جوړولای شي.

پر دې بنسټ اوس چې د زماني تمايلاتو او اړتياوو خبره کېږي؛ نو د وخت په اړه له پخواني تصور سره توپير لري. په نولسمه پېړۍ کې مارکس پر بشري تاريخ فکر وکړ او داسې اقتصادي لوړې ژورې يې پکې وموندلې، چې يواځې د فزيکي ژوند نه، بلکې د اخلاقي نظام او فکري طرز اساسات ترې راوتي وو او د ژوند په اړه يې د خلکو قضاوتونو ته اوبه ورکولې. مثلا: صبر او تواضع نېک خويونه دي؛ خو که د مارکس له تيورۍ نه ورته وګورو؛ نو دا د فيوډالي نظام ورکړه ده، چې يو بېوزله بزګر چې د خوړو منابع يې محدودې دي، بايد د صبر او تواضع تلقين ورته وشي.

مارکس د دوديزو قضاوتونو د بنسټونو په نړولو پسې راواخيسته او داسې تصور يې وړاندي کړ، چې که اقتصادي سرچينې د ګوتشمېرو کسانو له منګولو راووځي؛ نو يواځې اقتصادي ژوند نه، بلکې فرهنګي وضعيت به هم بدل شي. يوه تاريخي بېلګه يې صنعتي انقلاب دی، چې په لويديځ کې يې د ښځو په اړه زاړه قضاوتونه او فکرونه له بېخه ونړول او زوړ اخلاقي نظام يې وخوځاوه.

نو د مارکس په اند د عصر غوښتنه دا ده، چې د اقتصادي منابعو له پلوه سره انسانان برابر شي. د سوسياليستي رياليزم ليدلوری دا دی، چې هنر له انسانان سره د لوړ منصب په ترلاسي کې مرسته وکړي او ژوند چې څومره په واقعيت کې خچن دی، همغسې يې لوستونکي ته وښيي.

سوسيالستي رياليزم له ادب نه پاسنۍ بهرنۍ غوښتنې لرلې، چې په دې توګه يې د ادب په ماهيت کې د بدلون راوستو هڅه وکړه او د جادوګرو او پريو افسانې يې د فيوډالي کلچر زېږنده وبللي، رد يې کړې او د کالريج د عالي تخيل پرځای يې ابتدايي تخيل د اصيل هنر سرچينه وګڼل؛ خو فورماليستانو چې له ادبه بهرنۍ غوښتنې د ادب مرګ ګاڼه د اکتوبر له انقلاب سره له روسيې ووتل.

کوم لوستونکي او پنځګر چې له سوسيالستي رياليزم سره تړلي وو يا ترې اغېزمن وو، د هغوی ذوق هم له ريالستي ادب سره پېيلی و او له خيالي افسانو او د يار د قد، ملا، شونډو، زلفو او نورو لپاره مبالغي تشبيهاتو خوند نه ورکاوه. د شلمې پېړۍ په پينځمه او شپږمه لسيزه کې په افغانستان کې هم ارادي او ناارادي دا اغېز وينو، چې شعرپوهانو فکر کاوه، چې بشر په بېوزلۍ کې له مرګ سره لاس و ګرېوان دی؛ نو شاعر ته نه ښايي، چې د يار د شونډو عياشي وکړي او ناارادي فيوډالي کلچر پياوړی کړي، بلکې د مظلوم ساندې دې ووايي:

داسې بېغمي دې خدای په هېڅ کور کې پيدا نه کړي

يو کور کې چې وير وي او بل خاندي له ليلا سره

موږ د ذوق خبره وکړه. ذوق د يوه وخت د هنر د پېژندلو لپاره دقيقه وسيله ده. د کاظم خان شيدا د وخت سړي بې قافيې شعر نشو زغملای؛ خو د اوسني شعر د لوستونکي په ذوق کې د قافيې التزام شامل نه دی. پخوانو ته معما هم ښکلې وه؛ خو اوسنی ذوق له معما نه خوند نه اخلي.

خو ذوق متحول څيز دی. د وخت او اړتياوو له بدلون سره بدلېږي. د وخت اړتيا بل معيار دی، چې د يوه مهال د هنر په معرفت کې راسره مرسته کوي.

موږ اوس له شاعر نه غواړو، چې د فردي ازادۍ نمايش او د ټولنيز اختناق غندنه وکړي. پر دې بنسټ په کوم شعر کې چې د عادي فردي خواهشاتو انځورنه وي، خوند راکوي؛ خو پخوانيو ته داسې شعرونو چې د ټولنيز ژوند د نجات په اړه به پکې يوه لويه دعوه نه وه، خوند نه ورکاوه، چې شعرپوهانو ورته مضمون او موږ ورته فکر وايو. ښايي، دا زموږ پر شاعرۍ د لويديځ د پسنويتابه(پوسټ ماډرنيزم) ناارادي اغېز وي؛ خو زموږ ذوق ورسره پېيلی دی.

زموږ د وړو فردي خواهشاتو لپاره د غزل مستقل بيتونه او لنډکي سپين شعرونه موزون چوکاټونه دي. وسمهال موږ له غزل سره د څو لسيزو مخکنی زيږ چلن نه وينو او لنډکي شعر ته ډېر تمايل وينو. همداسې د تشخيص او حس امېزۍ د ډېرې کارونې تر شا هم دا علتونه نشو ردولای.

اوس چې په شعر کې د لوړ تخيل خبره کوو يا پر عاطفې ډېر تاکيد کوو، هم تر شا يې اوسنی ذوق او د وخت غوښتنې دي.

که د يوه وخت د غوښتنو او ذوق پرخلاف چغې ووهو يا د پخواني ادب غوندې شاعري وکړو، د ادب زړه تيوري نشو راژوندۍ کولای. د کاظم خان شيدا خبره اوس معيار نه دی. د ارزاني خېشکي او په ټوله کې تصوفي شاعري اوس په ذوقونو برابره نه خېژي. رحمان بابا د خپل وخت ښه شاعر و؛ خو که اوس يې څوک پيروي کوي، خطا وتي.

البته د خوشال او ځينې نور ستر شاعران چې خپل ټولنيز لاشعور ته نېژدې وي، د څه نا څه وخت لپاره د زمان د تحول له منګولو نسبتا خوندي وي. نسبتا ځکه وايم، چې ستر هنرمندان هم داسې اړخونه لري، چې نوی وخت يې نه زغمي.

ذوق او د وخت اړتيا، چې د هنر د اساساتو په ټاکلو کې مو مهم وبلل، پر يو بل اغېز لري. اړتيا مو ذوق له يوه څيز سره پېي او ذوق مو راته اړتيا ښيي.

د هنر اساسات د کلچر د ټولو اساساتو غوندې متحول دي. د کاظم خان شيدا پاسنی شعر يې يوه کوچنوټې بېلګه ده. اوس چې د خپل شعر تيورۍ ته وګورو؛ نو اوسنۍ تيورۍ د شيدا له وخته کافي مزل کړی دی او خدای پوهېږي، چې دا مزل به مخکې له څومره صحراوو او سيندونو تېرېږي.

زه فکر نه کوم، چې د ادب په اړه دې زموږ قضاوت تل تر تله د فورماليستانو پر پله يواځې د ادب له داخلي کلي او تلپاتې قاعدو خړوب شي، ځکه په ادب کې ماناوې او مفاهييم وړاندې کېږي، چې د ژبې او فرهنګ له ټوليز چوکاټ او غوښتنو نشي وتای. موږ پاس د Episteme يا د معرفت د اصولو خبره وکړه. Episteme ټول اړخونه رانغاړي، چې له مخې يې موږ د ژوند په اړه قضاوت کوو او دا راته وايي، چې “علم څه دی او فرهنګ څه ته وايي.”(اقبال آفاقي. مابعد جديديت(اصطلاحات اور معاني و تعبيرات و تشريحات: ۵۵مخ) په دې توګه د کلچر په هر اړخ کې بدلون بل اړخ اغېزمنوي او بيا دا ټول په ګډه د نوي عصر د فکر طرز يا Episteme جوړوي.

پخپله د فورماليستي تيوري هم د حجم له پلوه په وړوکي اثر تطبيقېږي، ځکه چې په وړوکي اثر کې انسجام وي او په اسانه يې د کل په اړه پرېکړه کولای شو؛ خو په لوی اثر يې بيا تطبيق دقيق نه وي، ځکه د اجزاوو ترمنځ اړيکه سسته او منتشره وي.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *