محب الله آرمل

دغه خبره څه نا څه مشهوره ده چې ځينې شاعران ټول کال کرار ناست وي خو چې د مشاعرو موسم راشي يو اوږد شعار ډوله نظم وليکي او بيا يې په هره ګلداره او بې ګله مشاعره کې وايي. د دې خبرې سره دا هم غوټه کيږي چې دا ډول شعرونه د ادب په دنيا کې ډېر لنډ عمر کولی شي .

خو يوه خبره ده: ولې دې شعرونو ته چکچکې ډېرې کيږي او د بيا يې ووايه نارې د ګډون والو تر خولو ورته را وځي ؟ که بد شعرونه وي نو ولې يې اورېدونکي زيات دي او که ښه وي نو بيا ولې پرې نیوکې نه کېږي؟

دا دوې متضادې پوښتنې دي او دواړه په ځای دي، دغه شعرونه يا نظمونه چې شعار ډوله دي او د ټولنې په ناخوالو خبرې کوي شعارونه ندي دا د هغو شاعرانو د زړنو څړېکي دي چې تربتولی يې نشي او ترې ظاهرېږې. ددې لارې سر لاری مطيع الله توراب دی، توراب د شعر قوي اېمان لري او په مشاعرو کې ګډونوالو ته د شعر په ور اورولو کې د ځانګړي سبک څښتن دی.

مطيع الله توراب خو دغسې شعرونه وايي خو د هغه بل شاعر په خوله هم مزه کوي چې شعر يې خپله ليکلی او خوله يې هم خپله ده مګر سبک يې توراب ته ورته دی او که سپينه ووايو د توراب پېښې کوي ؟ د دې پوښتنې ځواب نه دی. هنر تقليد نه قبلوي او که يې مجبور کړې نو بيا د خوند تمه مه ترې کوه ؟استاد غضنفر وايي چې تقليد د هنر لوی دښمن دی .

يوه ورځ مې يو شاعر په افغان ادبي بهير کې وليد چې د فواد لامع پېښې يې کولې او زه دومره ورسره خسته شوم چې نږدې وو د بهير له غونډې ووځم . نو که يو څوک په دريځ شعر وايي يو نوی سټايل د هم ورته ومومي په هماغه تيار جوړشوي کالب کې چې توراب يا بل شاعر رغولی نه د ور اچوي که د توراب سبک پټوي نو خود بخود ناکام ځکه دی چې په داسې ډول يې خلک يوازې د توراب له خولې اورېدل غواړي او بس.

او بل دا چې ځينې شاعران خو لا شعر هم په هماغه موضوعاتو وچ په زور ليکي چې توراب ليکلي او دا چاره هم د شعرنو د اغېز په رول منفي اثر کوي، نو که چېرته  شعرونه ليکو او په غونډوکې يې وايو پکار ده چې په موضوعاتو او خلکو ته په ور اورولو کې يې غور وکړو تر څو هنري ارزښت را خپل کړي او د ادب په دونيا کې يا د ادبي تاريخ په دونيا کې اوږد عمر وکړي .

هنر بېلا بېلې څانګې لري چې يوه يې شاعري ده که شاعري کوو نو بايد چې هنر پکې ځای کړو که په شعر کې هنر نه وي نو شعر ندی، ځکه چې شاعري هنر دی او هنر دې ته وايي چې د اورېدونکي يا لوستونکي په عواطفو او احساساتو اغېز وکړای شو، د شعر هنريت په همدې معلومېږي چې په اورېدونکي څومره اغېزه کوي اومقابل کس يې په لوستو يا اورېدو څومره اغېزمنيږي، که شعر تکرار وي او د پلېجرېزم يا ادبي غلا او تقليد ښکار شوی وي نو هنري ازرښت يې له لاسه ورکړی. شته داسې ډېر شعرونه چې هنري ندي. اوس چې د چاپ اسانتياوې ډېرې دي نو شاعرانو داسې ټولګې هم چاپ کړې دي چې هغه څوک  خو يې بلکل نه لولي چې عالي اشعار يې لوستي او ذوقونه يې عالي دی .

خو په شعر کې توارد هم کله ناکله ليدل کيږي، توارد دې ته وايي چې دوه شاعران په بې خبرۍ کې يو بل ته ورته شعر ووايي، يا دې دوو شاعرانو يو بيت کټ مټ سره يو شان شي خو شعوري نه بلکې په غير شعوري توګه . يوه بله د الهام خبره هم شته، الهام دادی چې شاعر د يوبل شاعر شعرونه لوستي وي او د هغو مفاهېم يې په ذهن کې ناست وي، نو دی چې کله شعر ليکي د هماغه بل شاعر د شعر ځينې مفاهیم ترې وليکل شي او هغه هم په لاشعوري ډول، يعني دی لاسي نه غواړي د بل شاعر له شعرونو متاثر حالت خپلو شعرونه ته ننباسي خو بس په بې پامۍ کې دا کار لږ و ډېر ترې وشي. چې دا دواړه حالتونه کومه پروان نلري .

د پښتو ادب پلار خوشال خټک کابو درې پېړۍ مخکې په ۱۱۰۰ لمريز کال کې له دنيا سره مخه ښه کړې ده، د زماني واټن په حساب خو دې ده شعرونه زاړه دی، مګر د ادب په دونيا کې به شايد پېړۍ پېرۍ ځوان پاتې شي. خوشال چې هغه وخت دومره قوي شعرونه ليکل د نن شاعر چې آسانتياوې يې تر هغه وخت زياتې او د ښه شعر ځانګړنې يې ټولې يادې دي ولې بيا هم شهکارونه نشي پنځولی؟ ددې شي يو لامل تقليد دی چې د شعر هنري اهميت کموي، تکرار ته هم ځينې وخت تلقيد ځکه وايو چې يو شاعر به يو تر کيب جوړي، بل شاعر ته نه ښايي چې دغه تيار جوړ شوی ترکيب په خپلو اشعارو کې تکرار کړي، او پدې ډول خپل شعرونه د تقليد ښکار کړي . نو خوشال بابا که هرڅه ويلي خپل يې دي او خپلې تجربې يې تصويري کړي دي.

د استاد غضنفر په جادوګر هنر کتاب کې مې لوستي وو چې « ماڅو باشو جاپانی شاعر دی، دی د خوشال تر مرګ پنځه کاله وروسته په ۱۶۹۴ زيږديز کې مړ شو. د باشو دا خبره مشوره ده چې وايي : د شعر ټول تخنيکونه زده کړه بيا ټول هېر کړه، بيا شاعري کوه .»

باشو چې نن يې زه او ته هم پېژنو د شعر په غوښتنه پو کس وو ده هنر پېژندلی و او دی پدې پوهېده چې څنګه شعرونه ژر مري او څه ډول اشعار اوږد ژوند کوي. باشو په جاپاني ادب کې مهم کس ځکه دی چې ده په جاپاني ژبه تلپاتې هايکو ګانې ليکلې او د باشو د هايکو ګانو ارزښت په نوښت کې دی، ده هم تقليد د هنر وژونکی بللی.

پيرمحمد کاروان د پښتو ادب د روانې پېړۍ پياوړی شاعر دی ، کاروان ته زه د کليمو جادوګر وايم، دی هغه کليمې چې نور شاعران يې په شعر کې له راوړلو ورېږي راوړي مګر پداسې ډول يې راوړي چې د شعر ښکلا يو په دوه کړي، کاروان په خپله شاعرۍ کې تل دا هڅه کړې چې هسې نه کله يې شعر د تکرار او تقليد ښکار شي، خو ده ځان ترې ساتلی او دې شي د کاروان شاعري په معاصر ادب کلکه منلې ده، د کاروان ديوه غزل مقطع داسې ده .

په زړه مې چک لګوې، لکه غزل دکاروان
اخ دلونګوغوټې، په شنهدسمال کې راځې

پای

۱۳۹۳-۱۲- ۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *