تاند: وسله والو طالبانو د بیګاه شپې له یوې نیمې بجې راهیسې پر کندوز ښار له څلورو خواو یو وار بیا بریدونه پيل کړي دي.
سیمه ییزې امنیتې سرچینې وايي، د کندز ښار په بېلا بېلو سیمو کې يې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.
سرچینې ټینګار کوي چې د کندز ښار په سه صد فامیلۍ سیمه کې د هوایي بریودنو له امله ۲۶ طالبان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند سرور حسیني بیا ویلي چې د ښار ټولو برخو کې کومانډو ځواکونه مېشت شوي دي او طالبان نه پرېږدي چې وړاندې تګ وکړي.
سرچینې وایي، د کندوز پر روغتون د طالبانو لخوا یو توغندی هم توغول شوی دی چې ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.
سرچینې وایي، په لومړۍ حوزه کې سهار مهال سخته جګړه روانه وه، خو امنیتي ځواکونو له دې سیمې هم طالبان په شا کړي دي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلي چې طالبان شاتګ ته اړ کړي دي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځای نیولی دی او ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي.
د کندوز ښار د ملي یووالي حکومت په دوره کې دا دریم وار دی چې د طالبانو لخوا لوی بریدونه کېږي.