تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د ملکي هوايي چلن اداره وايي، په تېرو ۲ اوونیو کې یې له عربي اماراتو، هند او ترکیې څخه ۴۵۰۰ بند پاتې افغانان هېواد ته رارسولي دي.
له دغې ادارې څخه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د اریانا هوايي شرکت په تېرو دوه اوونیو کې ۶۷۲ مسافر له ترکیې، ۱۵۰۲ تنه له دوبۍ او ۶۲۸ تنه نور یې له نوي ډیلي څخه کابل ته راوړي دي.
خبرپاڼه وايي، کام ایر هوايي شرکت هم په دغه موده کې ۱۷۲۵ مصافر په پنځو پروازونو کې له هند څخه کابل ته را انتقال کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مسافر له هند، ترکیې او د اماراتو له حکومت سره په همغږۍ را انتقال شوي دي او د کورونا پر ضد د مخنیوي له ټولو تدابیرو څخه په کابل کې تېر شوي دي، چې د را انتقالولو پيل یې د حمل د میاشتې په ۸مه شوی و.
د هوايي چلن اداره وايي، د باندنیو چارو له وزارت څخه یې غوښتي چې د عمان، قزاقستان او کویټ سره هم د ډپلوماټیکو لارو د بند پاتې افغانانو د را انتقالولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
خبرپاڼه وايي، له هوکړې وروسته به په ګڼو هیوادونو کې بند پاتې افغان محصلین هيواد ته را انتقال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ځینو هیوادونو کې لوی شمېر افغان محصلین، ناروغان او په رسمي سفرونو تللي افغانان ګېر پاتې دي چې د کورونا له کبله په ټوله نړۍ کې پروازونه ځنډېدلي دي.