تاند- په چین کې ساینسپوهان توانېدلي یوه داسي اله جوړه کړي چې په وسیله یې هوا کوټلې کېږي او لاسونه پرې مینځل کېدای شي.
د دې الې اختراع کوونکي، چې د پوهنتون اووه محصلان هم پکې شامل دي او د دې نوښت لپاره یې نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده، وايي چې دا اله به د اوبو په مصرف کې د سپما سبب شي.
د زیجیانګ پوهنتون د څېړونکو له لوري دا جوړه شوې اله د بایسکل د پېډل په شان پر یوه پېډل کار کوي، کوټل شوې هوا د اوبو له یو څه بړاس یا بخار سره ګډوي او دا امکان برابروي چې انسان پرې لاسونه ومینځي.
د دوی په وینا دا اله د اوبو مصرف په سلو کې ۹۰ کمولی شي او په عین وخت کې له لاسونو د باکتریاوو په پاکولو کې اغېزمنه ده.
چینايي څېړونکو د دې الې پر جوړولو یو کال لګولی دی.
له دوی مونگ ڈیر تکڑه یو ولی مونگ ته جایزه نه راکول کیگی .
1. 40 کاله موجنگ پرمخ وی وڑ
2. پلونه پلچکونه موپه یوه کیشودل شوی بم له منزه وڑی دی .
3 . عامه شتمنی مو ختمه کڑه .
4. زخایرموچور کورونه موچور بی گناه مسلمان ورونه خویندی مویاله منزه ووڑی .یا موزخمیان یاموپه زور ده وطن پریشودلوته مجبور کڑل. .
5. ایاله مونگ چینایان اویاده نوروملکونو خلق ڈیر تکڑه دی ؟؟؟
مونگ ته خو هیچا کومه ڈالی یاجایزه رانکڑه چی داولی ؟؟؟