د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د تجدید وړ انرژۍ تولیدي او صنعتي خدماتو اتحادیې مسوولینو سره په ناسته کې د هوا ککړتیا دکمولو په خاطر د لمریزې انرژۍ سیستمونو څخه د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال او د افغانستان د زرغون بهیر رئیس امرالله صالح هم حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس غني د یادې اتحادیې د فعالیتونو د مننې پر مهال وویل، حکومت په دې خاطر چې د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړي د نفتو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بدیلې انرژۍ د تولید په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه، حکومت د دغې موخې د ترلاسه کولو په خاطر یوه برنامه ترلاس لاندې لري چې له کابله پیلېږي او دولتي ارګانونه به له لمریزې انرژۍ څخه استفاده وکړي، ترڅو د هوا د ککړېدو مخنیوی وشي.
جمهوررئیس وویل، موږ غواړو ستاسې له ظرفیتونو څخه اګاه شو چې آیا د لمریزې انرژۍ سکتور کې دا ظرفیت او وړتیا لرو چې کار پیل کړي او د ټولو سون توکو چې هوا ککړوي، بدیل واوسي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، دغه برنامه موږ نه یواځې د دولتي تاسیساتو لپاره، بلکې په راتلونکي کې د ښارګوټو، خصوصي تاسیساتو، حمامونو، هوايي ډګرونو او فابریکو لپاره هم په پام کې لرو چې وتوانېږو د هوا د ککړتیا له پدیدې سره دوامداره او جدي مبارزه وکړو.
جمهوررئیس وویل، د دغې موخې د عملي کولو لپاره حکومت حاضر دی په دې سکتور کې د لمریزې انرژۍ ټولو تولیدي شرکتونو سره مشارکت وکړي چې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
هغه له یادو شرکتونو څخه وغوښتل چې د باکیفیته لمریزې انرژۍ سامان الاتو د واردولو په برخه کې خپلې غوښتنې او ننګونې بیان کړي.
همدارنګه د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپلو خبرو کې وویل، د شرکتونو د ودې موضوع، په لمریزې انرژۍ د دولتي ودانیو د تسخین (ګرمولو) سیستم او له کابله د هغې د تطبیق پیل کولای شي د هوا د ښه والي په برخه کې مثبتې اغېزې ولري.
هغه زیاته کړه، تاسې د خپل تولید او خپلو فعالیتونو د ظرفیت پراخوالې په واضح ډول وړاندې کړئ چې حکومت ستاسې د فعالیتونو د پراختیا په برخه کې له تاسې سره همکاري وکړي.
ورپسې د تجدید وړ انرژۍ تولیدي او صنعتي خدماتو اتحادیې مسوولینو وویل، اوس د دغه ډول خدمتونو تقاضا کمه ده، ځکه چې یوه نوې پدیده ده، نو له همدې امله د دغې ټکنالوژۍ په وده کې پرمختګ نه لرو.
دوی وویل، بې کیفیته مواد او توکي افغانستان ته واردېږي او له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې د ظرفیتونو لوړولو په موخه د تعرفو په راکمولو او پور ورکولو کې همکاري وکړي.
جمهوررئیس غني د دوی په ځواب کې وویل، موږ به هڅه وکړو چې په یوه مشارکت کې له تاسې سره کار وکړو، دولت به د ملي پالیسۍ په چوکاټ کې ستاسې د ودې زمنیه برابره کړي، خو تاسې باید د خپلو شرکتونو پر معیارونو او کیفیت کار وکړئ، واردات مو باید باکیفیته او د نړیوالو معیارونو مطابق اوسي. هغه زیاته کړه، پر ټکنالوژۍ او بشري ظرفیت هم پانګونه وکړئ.