ژباړن: آصف بهاند
شرقي شعرونه له سره ګل سره د بلبل د مینې له غږ ونو ډک دي. د شپې په آرامتیا کې، د ستورو په رڼا روښانه شوو شپوکې، وړوکي الوتونکي خپلې عاشقانه سندرې همداسې یو ګل ته غږولې.
ازمیر ښار ته نږدې، تر جګو چنارونو لاندې سوداګرو په مالونو بار اوښان خوشې کړل. ستړو اوښانو څنګه چې پښې په مقدسه مځکه کیښودې، خپلې اوږدې غاړې یې په غرور سره جګې ونیولې. په همدې ځای کې ما له غوړیدلو سرو ګلانو ډک یو بوټی ولید. پاس د ونو د څانګو په منځ کې وحشي کوکوشتکې الوتلې او وزرونه یې د لمر د وړانګو تر رڼا لاندې داسې ځلیدلې لکه مرغلرې.
د غوړیدلو سرو ګلانو په بوټي کې یو ګل تر نورو ډیر ښکلی ښکاریده او بلبل له خوښۍ او مینې نه هغه ته سندرې ویلې، خو سور ګل غلی و او پر خپلو پاڼو یې د زړه سوي په دود، د شبنم په اندازه یو څاڅکی هم نه لوریده.
سره ګل ځان هغې څانګې ته چې دی پورې نښتی و، ور خم کړ او له ځان سره یې و ویل:«دلته یو ستر شاعر ویده دی. زما ښه بوی به د ده د مړستون چار چاپیر له خپل وږم نه ډک کړي اوکله چې باد ما ورژوي، پاڼې به مې د ده پر مزار پریوزي. هغه شاعر چې «الیاد» یې هست کړ. له هغې خاورې نه چې زه راغلی یم، بیرته ورځم، زه یو ګل یم د هومر له مزار نه، زه له دې تقدس سره، څنګه کولای شم د یو عادي بلبل له پاره وغوړیږم!»
او بلبل دومره غاړې وکړې، تر څو ومړ.
له بارونو ډک د اوښانو کاروان د تورو غلامانو په ملتیا له هغه ځای څخه د تیریدو په حال کې و. د کاروان د اوښبنو یوه وړوکي هلک د نغمه غږونکي بلبل مړی د ستر هومر په هدیره کې خاورو ته وسپاره او سور ګل باد وریږداوه.
د لمر لویدو په مهال سره ګل خپلې غوړیدلې پاڼې بیرته وتړلې او ویده شو. په خوب کې یې ولیدل چې په یوه ښکلې لمرینه ورځ کې د درناوي د پر ځای کولو له پاره یوه ډله فرانسوی نارینه ګان د هومر پر مزار را ټول شوي وو. د دوی په منځ کې داسې یو تن هم و چې له شمال نه، د شمال د سپوږمۍ او رڼاوو له سیمې نه راغلی و. هغه و چې ګل یې را ټول کړ، د خپل کتاب د پاڼو په منځ کې يې کیښود او هغه یې خپل وطن ته، د نړۍ بلې برخې ته یووړ. سور ګل له غمه د هغه د کتاب د پاڼو په منځ کې مړاوی شو، خو ځوان پر له پسې ګل خپلو میلمنو ته ور ښوده او ویل یې:
«دلته یو سور ګل دی د هومر له مزار څخه.»
وروسته له دې خیال نه، سور ګل له خوب نه راویښ شو. سهارنۍ وږمې وښوراوه او له پاڼو څخه یې یو څاڅکی پرخه د هومر او بلبل پر هدیرې ولویده. لمر راوخوت، ورځ راو رسیده او ګل له پخوا نه ډیر ښکلی په توده آسیايي سیمه کې وغوړید. د ګامونو ښکالو یې تر غوږ شوه، نا آشنا فرانسویان را روان وو، له هغوی سره د شمال له سیمې نه یو شاعر، هغه ډله خلک چې ده یې خوب لیدلی و.
شاعر سور ګل را ټول کړ، ژوندی او تازه ګل یې ښکل کړ او هغه یې له ځان سره د شمال د رڼا او سپوږمۍ سیمې ته یووړ.
د سره ګل وجود، د «الیاد» د پاڼو په منځ کې داسې شو لکه مومیايي شوی چې وي، داسې لکه خوب، ګل د ځوان شاعر غږ اوریده چې کتاب پرانیزي او خپلو میلمنو ته وايي:
«دلته یو سور ګل دی، د هومر له مزار نه!»
پای
منبع:
1-H.C.ANDERSEN، Eventyr،2، )Kejserens Nye Klæder( ، pp:77-80 ، 1994-Odensa-Denmark