په لوېدیځو هیوادونو کې اکثره سوالګر یا سندرې وايي یا د موسیقۍ کومه اله ږغوي او خولۍ یې مخته ایښې وي چې که چا پیسې پکې واچولې.

په دې ویدیو کې د د خیرغوښتلو یوه کاملاً نوې طریقه وینئ. په کتلو ارزي.

5 thoughts on “د هوښیارو خلکو د خیر غوښتلو طریقه هم هوښیاره وي”
  1. سلامونه! هوښیارهغه څوک دی چي خلک دسوال څخه راوګرځوي نه داچي سوال ته یې تشویق کړي

  2. له څه مودې راهیسې زه ستاسود ویډیوګانو په کتلو کې ستونزه لرم. بیا یې ډاونلوډ کوم او بیا یې په بل پلییر کې ګورم خو اکثره وختونه چې پرې رایټ کلیک وکړم، نه پوهېږم چې څنګه یې ډاونلوډ کړم. که تاسو لطف وکړئ او دا د ویډیو بڼه مو بدله او اسانه کړئ.

  3. ډیره جالبه ویدیو ده، مګر دغه وضعیت ته سوالګرۍ نسبت کولو سره موافق نه یم. ځکه دلته هنر وړاندې کیږي، او په لویدځو هیوادو کې هغه کسان چې کومه اله غږوي او خولۍ یې مخته ایښې وي هم سوالګر نه بولم، خیر دی که ستیج ته یې وسه نه کیږي، که دوی سوالګر وي نو بیا دا ټول چې نن سبا کنسرت ورکوي، تمثيل کوي، مداریان دي او څوک او څوک… سوالګر دي، یوازنی توپیر به یې دا وي چې دوی سټیج لري او خولۍ یې موډرنه، هه هه هه، دوی خو د خدای په جات او یوازې خلکو خوشاله کولو لپاره نه راځي، پیسې اخلي: بیه که بریم تکت بیګریم که سبا کنسرت اریانا سیید اس، ای خاروج آمده، هه هه هه. زه نه پوهیږم چې سوالګري تعریف به څه وي، پوهانو به له بیلابیلو اړخونو تعریف کړی وي ، خو دوه عنصره په کې پیژندلی شم، هغه دا چې سوالګرۍ کې پیسې یا معادل څه غوښتل کیږي معمولا په بلاعوض یا له بدل پرته، او بل داختیار مسله ده او هغه دا چې مقابل لوری اختیار لري چې غوښتنه پوره کړي، یانې غوښتونکی زور نه کاروي، که داسې نه وای، د ګولبو دین زهرداد او په چیکل او کلکانو کې د مسعود غلو ته به خلکو سوالګر ویل. ښایي ځینې ووایي مسلح سوالګر. زه دې سره هم موافق نه یم لکه ځیني چې وایی چې موږ له نړیوالو سوالګري کوو، نه موږ سوالګري ځکه نه کوو چې کاته مو یو اړخیزه او بلاعوض نه ده بلکې وطن ورکوو هه هه هه هه هه ….

  4. دغه ته د خیر غوښتل نه شو ویلی، دا روښتیا چی کمال او هنر دی چی د تربیه شویو مرغانو په وسیله تمسیل کیږی اومرغان یی تربیه کړی دی.سوالګری داسی وی لکه د افغانستان حکومت یی چی کوی.کاشکی چی غرب زموږ خلکو ته د اقتصاد د پیاوړی کولو طریقه ورښودلی وای نه د سوالګری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *