(۳)

هیراکلیس له کلي څخه لرې ځای ته لاړ چې په ارامۍ سره د خپلې پرېکړې په اړه فکر وکړي. دی په همدې فکرونو کې ډوب و چې د دووښځو د خبرو غږ یې پام ورواړاوه. دا دوې ښځې دواړه له دې لارې تېریدې. یوه یې ډېره مودبه او مهربانه معلومېده. په سترګو کې یې ساده ګي او صداقت له ورایه ځلېدل او له حرکاتو یې برېښیدل چې خوش خلقه او خوش طبیعته ده. بله یې څه عجیبه غوندې برېښیده. د مخ سینګار یې ډېر، کالي یې بې ډوله، نظر یې سرګردانه او داسې ښکارېده لکه خپل سیوری چې ترې ورک وي.

دواړه ورو ورو د هیراکلیس خوا ته نږدې کېدې. یوې ښځې له حیا څخه خپل ګامونه ورو کړل. سترګې یې ټېټې کړې. خو دوهمې ښځې ګامونه ګړندي کړل او وار له واره یې په هیراکلیس ور غږکړ: (هیراکلیسه! زه دې وینم چې تا لا تراوسه پرېکړه نه ده کړي. ته په همدې فکر کې یې چې کومه لار ونیسې؟ که ته زما ملګرتیا وکړې زه به تا د خوښیو په لار بوځم. تاته به راحت او اسوده ګي درکړم. نور خلک به ستا لپاره کار کوي او ته به د دوی د خولو په تویولو اباد شې. ته به هېڅکله د کوم شي د کمښت احساس ونه کړې.)

هیراکلیس ښځه سر تر پښو له نظره تېره کړه او د نوم پوښتنه یې وکړه. ښځې وویل: ملګري او دوستان مې «نېکمرغي» بولي خو دښمنان مې «افسوس» ګڼي. په دې منځ کې دا بله ښځه هم هیراکلیس ته رانږدې شوه او ویې ویل: (( هیراکلیسه! زه «عاجزي» نومېږم او راغلې یم چې تاته یو څه ووایم. زه ستا مور او پلار دواړه پېژنم. ستا د روزنې په اړه مې هم ډېرڅه اورېدلي دي. زه تاته دا دعا کوم، چې په نېکو او ښو کارونو کې بې ساری اوسې. په یوه شي باید ته پوه شې چې خدایان ښکلي او زړه راښکونکي څیزونه د ژوند هوسایي او ارامی بې مهنته او په اسانه چا ته نه ورکوي.  که ته غواړې چې یونانیان تا وستایي او درنښت درته ولري، نو ته باید د یونان او د یونانیانو لپاره کار وکړې. تا اورېدلي دي چې وایي، څه چې کرې هغه به ریبې. که ته غواړې چې په دې جنګ کې کامیابه شې، نو ټول جنګي تکتیکونه باید زده کړې. که غواړې، چې وجود دې نور هم مضبوط او غښتلی شي، نو باید د هغې لپاره تمرین وکړې.

«افسوس» د دوی د خبرو په منځ کې ورګډه شوه او ویې ویل:

ګورې هیراکلیسه! که ته د دې خبرې ومنې نو ته به له سختیو او کړاونو سره مخ شې.

عاجزې بیا وویل: هیراکلیسه! ته غواړې وخورې پرته له دې چې وږی اوسې؟ ته غواړې وڅښې پرته له دې چې تږی اوسې؟ ته به د ځان لپاره راحت او استراحت غواړې او ستا ملګري او دوستان به ستا د ارامۍ او هوسایۍ لپاره ستونزې ګالي؟ ته غواړې چې د ورځې رڼا په خوب تېره کړې؟ په داسې حال کې چې ته د خدایې په لور روان یې، ته مرګ نه لرې ته به تلپاتې وې او د انسانانو له خوا به ستایل کېږې.

هغه خلک چې زما خبره مني، هغه به خوري، څښي او ارام به کوي خو هغه وخت، چې د خپل هېواد او د خپلو خلکو لپاره زحمت وباسي. لکه څنګه چې ځوانان د مشرانو په پېژندګلوۍ خوشحالېږي همدا مشران د ځوانانو په اتلولۍ ویاړي.

که ته زما مشوره ومنې نو په خدایانو او دوستانو به نور هم ګران شې. ستا درنښت به نور هم زیات شي. هیراکلیسه! که چېرې تا خپله پرېکړه زما په لار وکړه بیا نو ډاډه اوسه چې ته به تلپاتې او نېکمرغه وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *