(۲)

کله چې امفیتریون د هیراکلیس د راتلونکي په اړه وپوهېد، له ځانه سره یې هوډ وکړ چې د ده په روزنه کې به هېڅ ډول کمښت نه راولي. امفیتریون له ټول هېواد څخه وتلي او تکړه خلک راټول کړل او دهیراکلیس په روزنه یې بوخت کړل. ایریتوس د غشي او لیندۍ کارول او د نښې ویشتل ورښودل. اپولو او لینوس د لیرا غږول ورزده کول.

هیراکلیس ډېر ذهین، با استعداده او د پوهې تږی و. هرڅه یې په مینه زده کول. یوازینی شی چې هیراکلیس ترې کرکه کوله هغه بې عدالتي وه. لینوس د پاخه عمرسړی و. ده د هیراکلیس په روزنه کې سستي نه کوله. لیکن په خپل قهر او غوسه یې هېڅ حاکمیت نه درلود.

یوه ورځ لینوس په یوه بې ګناه زده کوونکي د وهلو برید وکړ. هیراکلیس په خپل استاد لینوس د لیرا وار وکړ او هغه مړ پر ځمکه ولوید. امفیتریون، هیراکلیس جزايي کړ او یوه کلي ته یې ولېږه. تر څو هلته له غوایانو سره په غوجله کې شپې تېرې کړي. هیراکلیس په کلي کې په نویو زده کړو بوخت شو. په لږ وخت کې له کلیوالو هلکانو څخه په زده کړو کې مخته شو.

کله چې هیراکلیس اتلس کلنۍ ته ورسېد، په ټول یونان کې یې ساری نه درلود. ده لوړه ځواني او ځلېدونکي سترګې درلودې. له لیندۍ څخه یې د غشي نښه نه خطا کېده. اوس نو د دې وخت رارسېدلی و چې دی د خپل فوق العاده قوت په اړه، چې باید کومه لار ونیسي خپله پرېکړه وکړي.

ایریتوس (Erytus) په پخواني یونان کې د وابیه دسیمې د پاچا نوم و.

اپولو (Apollo) د لمر او رڼا خدای بلل کېده. ده په موسیقۍ او نورو هنرونو کې لوی لاس درلود. دی د زیوس او لتو زوی و. ویل کېږي چې دی او ارتیمس سره غبرګونی وو. لیکن دی د دلوس په جزیره کې او ارتیمس د ارتیجیا په جزیره کې زېږېدلې وه.

لینوس(Linos) د اپولو زوی و چې د لیرا په غږولو کې یې په ټول یونان کې نوم درلود.

لومړۍ برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *