د ماشومانو لپاره د یونان له اسطورو څخه د هیراکلیس د کیسې ژباړه

(۱)

زیوس د یونانیانو تر ټولو خدایانو لوی خدای و. ده ډېرې ښځې درلودې. یوه ښځه یې چې د زیوس خپله خور وه هېرا نومېده. هېرا د اسمانونو ملکه او الهه وه چې د زیوس له نورو معشوقو او ښځو سره یې سخت حسادت درلود.

الکمینه د امفیتریون پاچا مېرمن وه.  دا د زیوس په ماشوم امیدواره وه. هېرا، الکمینه دومره بده ایسېده چې نه یې غوښتل د دې ماشوم نړۍ ته راشي. کله چې د الکمینې ماشوم وزېږېد، د هېرا له وېرې یې په یوه لرې ځای کې چې وروسته د هیراکلیس د میدان په نوم ونومول شو کېښود.

د یونان یوه بله الهه اتینه نومېده. اتینه د اتن د ساتلو الهه وه. دا له هېرا سره یو ځای له دې لارې تېریده چې په ماشوم یې سترګې ولګېدې. ماشوم یې په غېږ کې راپورته کړ، ښایست ته یې حیرانه شوه او هېرا ته یې وویل: دا ماشوم وګوره څومره ښکلی دی. زه له تا هیله کوم دې ماشوم ته د خپلې خدایۍ شيدې ورکړه.

هېرا نه پوهېده چې دا ماشوم به د چا وي. ماشوم یې غېږې ته کړ او تي ته یې واچوه. ماشوم په پوره زور شیدې رودې. لا یې څو دارې شيدې نه وې رودلي چې هېرا له درده ماشوم ځمکې ته ګوزار کړ.

اتینې په ډېر ترحم ماشوم له ځمکې راپورته کړ. له ځان سره یې ماڼۍ ته یووړ. هلته یې له الکمینې وغوښتل چې د صلۍ رحمي له وجهې د ماشوم پالنه وکړي. الکمینې په لومړي نظر خپل زوی وپېژند او په خوشحالۍ یې ماشوم زانګوکې څملاوه. الکمینه په دې پوهېده چې د الهې دوه څاڅکي شیدې هم بې ساری قوت او تلپاتې ژوند بښي. نو د خپل زوی پاتې ژوند ته د هېرا د څو څاڅکو شیدو له برکته ډېره خوشحاله وه.

په دې منځ کې هېرا هم وپوهېده چې دا ماشوم څوک دی. د هېرا په زړه کې د انتقام اور لمبې وهلې او خپل ځان ته په غوسه وه چې څه ښه موقع یې له لاسه وتلې ده. هېرا د الکمینې کوټې ته دوه ماران ولېږل چې هيراکلیس ووژني. تر څو چې د هيراکلیس ساتونکي ښځې خبریدې، دواړه ماران د ده له غاړې راتاو شوي وو.

په دې شېبه کې چې هیراکلیس له خوبه راویښ شو او ماران یې په خپله غاړه کې ولیدل، د ده لومړنی خدایي قدرت خلکو ته څرګند شو. هيراکلیس دواړه ماران په یوه یوه لاس کې ونیول او اورمېږونه یې پرې مات کړل.

په کوټه کې د ساتنکو ښځو چیغې او د مرستې اوازونه لوړېدل. د الکمینې خاوند امفیتریون له خوبه راویښ شو او د الکمینې کوټې ته راننوت. ده چې دا هر څه ولیدل نو د هيراکلیس پیدایښت یوه معجزه ورته وبرېښيده. ده د تیریستان په نوم یو فال کتونکی راوغوښت او د ماشوم د راتلونکي په اړه یې معلومات وغوښتل.

تیریستان وویل: دا ماشوم به لوییږي. دی به له دېوانو او ښامارانو سره جنګیږي. خو د ځمکې پرمخ به هېڅ دېو له ده سره مقابله ونشي کړی. د اوبو زوروې څپې به دی له ځایه ونه شي خوځولی. ځکه دی د خدایانو له جملې څخه دی. د اولمپ د غره سر او ورسره د تلپاتې ځوانۍ الهه هېبه د ده د راتګ انتظار کوي.

———————————————————–

زیوس (Zeus): د یونان په اسطوره کې زیوس د ټولو خدایان مشر خدای او یا هم د اسمانو خدای بلل کېده. ویل کېږي چې زیوس ډېرې ښځې او بې شمېره ډېر او لادونه درلودل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *