دم ګړی تر ټولو زياته اړتيا ده چې افغانستان دمصرفوونکو هيوادونو له ليکې راووځي، له بده مرغه افغانستان اوس يوازې د ګاونډويو هيوادونو د سبو، ميوو ، غلو- دانو او داسې نورو ښه مارکيټ دی نو په دې بنسټ مو دزلميو په مټ له بهره د مزدوری په خولو راوړل سوې پسې له هيواده د پاپړو او پوپکو په واسطه بيرته خپلو هيوادونو ته ځي چې د خواشینۍ ځای دی.
محمد خان واصفي چې د محمد لعل عليزي زوی دی او له آره دهلمند ولايت دباغران اولسوالۍ اوسيدونکی دی او زيږيدنه يې دهلمند ولايت دناوې اولسوالۍ په رباط کلي کې سوې دا يې درک کړې چې که هيواد کرهنيز نه سي جنګ، بې وزلي اومحتاجي به همداسي روانه وي نو ځکه يې دهلکانوليسې نه په کال۱۳۸۲لمريز کې تر فراغت وروسته مټې رابډ وهلې او په کال۱۳۸۷لمريز کې دکندهارپوهنتون ددکرهنې پوهنځۍ څخه يې ديپلوم تر لاسه کړ او بيا يې دهمدې درک له مخې چې هيواد بايد زراعتي سي .افتخاري يې په هلمند پوهنتون کې دکرهنې دپوهنځي استادي تر لاسه کړه چې دم ګړۍ هم دهمدې پوهنځۍ استاد دی او په ضمن کې په همدې پوهنځۍ کې دکيفيت دتضمين دکميټې مسول دی ښاغلي واصفي که ووايو دطالبانو له حکومته وروسته په هلمند کې دشعر او ادب په خپراوي په برخه کې هم غلی نه دی کښينستلی دبست فرهنګي ټولنې غړيتوب يې لرلی ، دپګړۍ مجلې دکره کتنې دکميټې غړی پاته سوی ،دعلامه محمد طرزي علمي او کلتوري ټولنې غړی پاته سوی او ددې تر څنګ يې دعامه نظم مسول پاته سوی ،او ديوه وخت لپاره دهمدې ټولنې مسول هم پاته سوی دا چې دشعر او ادب سره نږدې پاته سوی نو ځکه يې شعر هم ليکلی او ورسره په روان نثريې ليکنې هم کړي چې بيا هم دهمدې درک له مخې چې هيواد بايد او بايد زراعتي سي دليکنو تمرکز يې هم پر همدې موضوع اوسيدلی .