د هتلر ټېلفون

تاند- د ادولف هیتلر ټېلفون، چې د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال یې ورڅخه کار اخیست، روانه اوونۍ په امریکا کې لیلام ته وړاندې کېږي.

پر دغه سوررنګي ټېلفون د نازي جرمني د مشر هتلر نوم کاږل شوی (حکاکي) دی.

دا ټېلفون په ۱۹۴۵ م کال د جرمني پوځیانو له تسلیمېدو وروسته د برلین په یوه مورچل کې وموندل شو.

د هتلر دا ټېلفون د شوروي پوځیانو لاس ته ورغلی و خو هغو په جګړه کې د خپلو متحدو بریتانیايي پوځیانو یوه صاحب منصب ډګرمن سرراف رینر ته ډالۍ کړ.

د امریکا د میریلنډ د الګزاندر د تاریخي اثارو په لیلامځي کې به د دغه ټېلفون بولۍ له یولک ډالرو څخه پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *