آیا په دې پوهېږئ چې په اوبو کې اېشول شوې او کلکه شوې هګۍ بېرته اوبه کېدای او لومړني حالت ته راګرځول کېدای شي؟

که دا کار ممکن وي له سرطان سره یې ارتباط څه دی؟

د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکي په وروستیو کې بریالي شوي چې یوه هګۍ، چې ۲۰ دقیقې په اوبو کې اېشول شوې وه، بېرته لومړني حالت ته راوګرځوي.

د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون د کیمیا او مالیکولي بیالوژۍ استاد ګرګوري ویس وايي:

«موږ داسي طریقه اختراع کړې چې له هغې څخه په استفادې اېشول شوې هګۍ بېرته لومړني مایع حالت ته راوړلی شو.»

د دې کګار اهمیت څه دی؟

ایا د دې کشف مقصد دا دی چې په پخلي او یا د هګۍ په ساتلو کې بدلون راولي؟

ممکن یو وخت له دې طریقې څخه په کورونو او پخلنځیو کې هم کار واخیستل شي، خو د دې اختراع تر ټولو زیات اهمیت دا دی چې پروتین یوه ډېره قیمتي او مهمه ماده ده، په تېره بیا د هغو پروتینونو بیه ډېره لوړه ده چې په درمل جوړولو، د سرطاني ناروغیو د تداوۍ او د پینرو په جوړولو کې کارول کېږي.

کله چې دا ارزښتناک پروتینونه جامد حالت غوره کوي، پر لومړني حالت یې بېرته بدلول ډېر ګرانه کار دی، هم پرې زیات لګښت کېږي او هم ډېر وخت غواړي.

خو د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو اختراع د دې کار اسانه، ارزانه او چټکه طریقه ممکن کړې ده او که له هغو څخه د سرطان د تداوۍ د پروتینونو لپاره کار واخیستل شي، څېړونکي به د سرطاني ناروغیو د درملنې لور ته یو ګام بل نژدې شي.

دا طریقه د بیوتکنالوژۍ صنایعو ته نژدې ۱۶۰ ملیون ډالره ګټه رسولی شي.

3 thoughts on “د هګۍ په اړه د اینسپوهانو مهم انکشاف”
  1. تر اوم پاراګراف پورې د لوستونکي کولمې سره سولیږي ځکه ساینسپوهان او کلیفورنیا سره اوړي را اوړي. وا وروره اصلي خبره وکړئ چئ څه خبره ده؟ هماغه د خوستي خبره ده چې کابل ته لاړم، ښه ښایسته ځوان به ښکارېده، پاک منظم خو چې کې به ناست پړس پاړسي به یې وویله.

    1. ګنډیری اشنا! خبره دی د تامل وړ، لیکن ته نو اوس ددی خوارانو څخه پر اسټرالیایی او سيډني سټایل برابرو خبروتمه مه لره، دادوني کار هم په ولا چې یو خروار د زړه زور غواړی مولا دی دا ځوانان زما او تا له سره نه کمه وی، کنه والله که بیا دداسی یوې پاڼی د چلولو خو څه، هان دداسی یوه خبر د نشرولو نارینه هم را پکشکی وی، والسلام

  2. ګنډېری صاحب
    واضح ویل شوي ، دا برخه ولولئ ؛
    کله چې دا ارزښتناک پروتینونه جامد حالت غوره کوي، پر لومړني حالت یې بېرته بدلول ډېر ګرانه کار دی، هم پرې زیات لګښت کېږي او هم ډېر وخت غواړي.

    خو د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو اختراع د دې کار اسانه، ارزانه او چټکه طریقه ممکن کړې ده او که له هغو څخه د سرطان د تداوۍ د پروتینونو لپاره کار واخیستل شي، څېړونکي به د سرطاني ناروغیو د درملنې لور ته یو ګام بل نژدې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *