(۴)

دواړه ښځې ناڅاپه دهیراکلیس له مخې ورکې شوې او دی یوازې پاتې شو. ده له ځان سره پرېکړه وکړه چې د «عاجزي» خبرې ومني او د یونان خدمتګار شي. لږ وخت وروسته هیراکلیس ته داسې موقع په لاس ورغله چې خپله پرېکړه او زور دواړه پکې وازمویي.

هغه مهال ټول یونان ځنګلونه، کندې، لوړې او ژورې و. په دې ځنګلونو او لوړو ژورو کې وحشي ځناور او خطرناکه دېوان اوسېدل. پاچایانو د دېوانو او ځناورو د وژلو لپاره خلکو ته انعامونه ټاکلي وو. په دې وخت کې هیراکلیس له ځان سره پرېکړه وکړه، چې بېرته خپل کورته ستون شي. له راتګ سره سم یې واورېدل چې د کیتهېرون د غره په سر کې، چېرته چې امفېتریون ګرځي را ګرځي یو ډېر قوي او خطرناک زمری اوسېږي.

ده له ځان سره وویل همدا یې وخت دی تر څو خلکو ته خپله پرېکړه وښیم. زه باید دغه لوی ژوی  ووژنم. هیراکلیس خپله لیندۍ او غشي راواخیستل او له ونو ډک غره ته وروخوت. له زمري سره وجنګید او په اخر کې یې قوي زمری مړ کړ. له زمري یې څرمن او سر دواړه را پرې کړل. څرمن یې په اوږو واړوله او د زمري سر یې د خولۍ په شان په سر کړ او کورته راستون شو.

یونانیان د ده په دې نېک عمل خوشحاله وو او د ده لومړی کار یې د یونان لپاره ویاړ وګاڼه. د تېبین پا چا خپله لور (میګارا) ده ته ورواده کړه او د یونان خدایانو هم بېل بېل په ډالیو ونازوه. هیرمس یوه توره، اپولو لوستونکي غشي، هیفایستوس د ده د غشیو لپاره د سروزرو کڅوړه او اتینې زغرې ورته ډالی کړې.

کیتهیرون (Kithairon) په یونان کې د غرونو هغه لړۍ ده چې لوړه څوکه یې۱۴۰۹ مترونو ته رسېږي.

تېبین (Ancient Thebes) د یونان له مشهورو ښارونو څخه و.

هیرمس (Hermes) د پیغام رسولو، شپانه، خرڅلاو، د حد او وزن، ویاندويي، ادبیات او سپورتونو  خدای بلل کېده. دی د زیوس او مایا زوی و چې په ارکودیا کې د سیلنا د غره پر سر زېږېدلی و. ویل کېږي چې ده په وړکتوب کې له اپولو څخه غوا پټه کړې وه. غوا یې ووژله او له کولمو یې چنګ جوړ کړ. په سر کې اپولو ډېر په غوسه و، خو کله چې یې د چنګ غږ واورېد، چنګ یې له ځان سره یوړ او غوسه یې سړه شوه .

هیفایستوس(Hephaestus) د زیوس او هېرا زوی و. په صنعتګرۍ کې یې خاص نوم درلود. د لمنوس په جزیره کې یې ژوند کاوه. داسې ویل کېږي چې پاندوارا د ده په لاسونو جوړه شوې د ځمکې پر مخ لومړنۍ ښځه وه.

One thought on “د هیراکلیس لومړی نېک کار/ اناهیتا روهي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *