د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۲۰۱۴ کال په داسې حال کې را رسېږي، چې د افغانستان ملت په تاریخ کې د یو بل ځل لپاره د خپل ملي تمامیت د ژغورلو له ازمون سره مخ دی او یو ځل بیا نړۍ ته د نه بیلدو او وحدت لپاره خپل هوډ ښيي. هغه ملت چې بېلتون او ورکیدو ته یې نه ویلي دي، د ۲۰۱۴ کال ازمون ته لېوال دی او اراده لري، چې په دې جغرافیه کې د خپل تلپاتې شتون داعیه رښتیا کړي.
زموږ له نظره، دا کال د وېرې پر ځای د هیلو او بدلون کال دی. په دې کال کې نه یواځې سیاسي لېږد ترسره کېږي، بلکې د مصرفي او پړسېدلي اقتصاد څخه د نورمال او پر واقعي لومړیتوبونو ولاړ اقتصاد پر لور یو ګام نور هم نژدې کېږو، چې دا د ملي ارزښتونو د بنسټیزیدو په برخه کې مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.
۲۰۱۳ کال په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کې د لاسته راوړنو ترڅنګ د نا امنۍ له پېښو ډک و او دې پېښو په سیمه ییزه کچه د حکومتوالۍ د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر هم تر یوه حده متاثر کړ.
په تېر کال کې، د لوګر د والي شهید ارسلا جمال په ګډون د محلي ادارو یو شمېر مامورین د دښمن د ناوړه قصد ښکار شول، خو دې اعمالو د وطن او خلکو د خدمت لپاره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د کارکووکو ژمنتیا بدله نه کړه.
تېر کال کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ جوړونې، اصلاحاتو، امنیتي مسوولیتونو د لېږد، سترایژیکو اړیکو او په حکومتوالۍ کې د خلکو د استازیتوب او ونډې د زیاتولو په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
راتلونکی کال هڅه کېږي، چې د ولایتي شورا ګانونو، ښاروالیو، محلي اداراو قوانین او د سیمه ییزې بودیجې جوړونې پالیسي د تصویب پروسه مکمله شي. همدارنګه د سیمه ییزو اداراتو پالیسۍ ته بیا کتنه کېږي او د ولسوالیو د همغږۍ شوراګانو طرز العمل پلی کېږي. د والي، ولسوال او ولایتي شورا اړیکې له نور محلي ادارتو سره له سره تعریفېږي او د ښاروالیو حدود ټاکل کېږي. د ولایتي بیارغونې پاتې ټیمونو د انحلال او سیمه ییزې حکومتوالۍ ته یې د وسایلو د ور سپارلو پروسه تعقیبېږي او د پاتې ښارونو لپاره ستراتیژیک پلانونه په پام کې دي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هیله لري، چې ۲۰۱۴ کال به په افغانستان کې د امن، ثبات او ټولنیزې نېکمرغۍ پیل وي او په هېواد کې به د سوله ییز سیاسي لېږد د بهیر له بریالي ترسره کیدو سره، یوه لویه او تاریخ جوړونکې پېښه ثبت کړي.