تاند- په افغانستان کې مېشت امریکايي او ناټو پوځیان وايي چې نن /سې شنبه/ د افغانستان په جنوب کې شپږ امریکايي پوځیان هغه مهال ووژل شول چې هیلي کوپتر یې وغورځېده.

په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د هیلي کوپتر له اوو سپرلیو ځنې یو تن ژغورل شوی خو ټپي دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هیلي کوپتر د غورځېدو د علت په اړه څېړنه روانه ده مګر د پېښې په سیمه کې د دولت وسله وال مخالفان فعالیت او حضور نه لري.

په واشنګټن کې د دفاع وزارت یوې سرچینې لومړی وویل چې هیلي کوپتر د تخنیکي عوارضو له کبله لوېدلې ده خو وروسته یې وویل چې غالباً د هوا خرابوالی د دې څرخکې د لوېدا سبب شوی دی.

د زابل د والي مرستیال محمد جان رسولیار وویل چې د ناټو څرخکه په شاه جوۍ ولسوالۍ کې لوېدلې ده.

امریکايي چارواکو هم تایید کړې چې هیلي کوپتر یې په زابل ولایت کې لوېدلې ده.

سږ کال په افغانستان کې ټولټال ۱۰۹ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د ناټو او امریکايي پوځیانو تلفات سږ کال په دې خاطر لږ شوي چې امنیتي مسوولیتونه یې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

تېر کال ۳۹۴ بهرني پوځیان وژل شوي ول چې ۲۹۹۷ یې امریکایان ول.

One thought on “د هیلې کوپتر د لوېدو په پېښه کې ۶ امریکايي پوځیان ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *