فضل الرحمن شریف

علمی اقتصادی لیکنه

لیکوال: فضل الرحمن (شریف)

د هیوادونو د اقتصادی پرمختګ لپاره تر ټولو غوره معیار د مؤلدی یا تولیدوونکی سرمایګذاری له موجودیت څخه عبارت دی. سرمایګذاری Investment په دوه ډوله ده غیر مؤلده سرمایګذاری او مؤلده سرمایګذاری. په هغه تولیدی واحدونو کی پانګونه کول چی یوازی مصرفی توکی تولیدوی هغه ته غیرمولده پانګونه یا هم په مصرفی توکو کی پانګونه وایی خو په هغه تولیدی واحدونو کی پانګونه چی په هغه کی داسی توکی او وسایل تولیدیږی چی په مرسته یی نور توکی تولیدیږی او یا هم د نورو توکو په تولید کی ورڅخه استفاده کیږی لکه د ماشین الاتو او وسایلو تولیدوونکی فابریکی دغه ډول تولیدی واحدونو ته زیربنایی صنعتی تاسیسات هم ویلای شو.

په پرمختللو هیوادونو کی اکثره پانګونه تولیدوونکی(مؤلده) بڼه لری خو په وروسته پاتی او پرمختیایی هیوادونو کی پانګونه اکثراً غیر مؤلده وی. هغه سوال چی دلته رامنځ ته کیږی دادی چی وروسته پاتی او پرمختیایی هیوادونه څنګه خپل اقتصاد ته پرمختګ ورکولای شی؟. د دغه سوال ځواب د افغانستان په شان پرمختیایی هیواد ته په پام سره ځوابوو:

د افغانستان د اقتصادی پرمختګ لپاره څه کول ضرور دی؟

پورته اقتصادی پیلزی ته په کتو سره افغانستان هغه وخت اقتصادی پرمختګ کولای شی چی مؤلدی سرمایګذاریګانی ولری. داچی د مولدو پانګونو یا سرمایګذاریو د رامنځ ته کولو لپاره مخکی له مخکی کوم شرایطو عملی کول لازم دی دا موضوع په لاندی ډول واضیح کوو:

۱.سیاسی او امنیتی ثبات:

د هیواد موجوده وضعیت ته په کتو سره د مولدی پانګونی لپاره تر ټولو مهم شرط له سیاسی ثبات څخه عبارت دی. د دي لپاره چی په هیواد کی کورنی او بهرنی پانګه اچوونکی د پانګوونی لپاره زړه ښه کړی باید د هغوی لپاره تر ټولو لومړی امنیتی خلا له منځه یوړل شی. که تیرو دوه کلونو ته وکتل شی د افغانستان څخه تر اوسه پوری هم سرمایه د فرار (تیښتی) په حالت کی ده د دي لامل دادی چی د افغانستان سیاسی او امنیتی وضعیت بی ثباته دی په دغسی یو حالت کی بهرنی پانګوال خو لا په ځای پریږده، کورنی پانګوال هم خپلی پانګی له هیواد څخه بهر اوباسی. د هیواد امنیتی او سیاسی ثبات یوازی د نړیوالو لو قدرت لورونکو هیوادونو د نیکی ارادی له لاری صورت نیولای شی ځکه د سیمی اوسنی بی ثباته سیاسی وضعیت د نړیوالو قدرتونو له لاسه دی که هغوی وغواړی نو په کمه موده کی په سیمه او هیواد کی سیاسی ثبات رامنځ ته کیدای شی خو دا چی نړیوال د په بی ثباته وضعیت کی خپل منافع ګوری په همدی سبب نه غواړی په سیمه کی ثبات رامنځ ته شی.

۲. د انرژی موجودیت:

له امنیت وروسته د دی لپاره چی زیربنایی تاسیسات جوړ شی باید تر هرڅه مخکی برقی انرژی موجوده وي برقی انرژی د نورو زیربنایی تاسیساتو او تولیدی منابعو د رامنځ ته کولو لپاره د روح حیثیت لري که په هیواد کی برقی انرژی موجوده وی نو تولیدی فابریکی به هم ژوندی او تولیدی فعالیتونه به ترسره کوی خو که انرژی نه وی موجوده دغه تولیدی فعالیتونه نه شی ترسره کیدای. افغانستان د برقی انرژی کافی منابع لري خو له بده مرغه چی هغه هم د سیمی د سیاسی او امنیتی ناقراره حالت ښکار شوی دی.

۳. ذخائر او لنډ مهاله قرضونه:

له کمو ذخایرو او قرضونو څخه په کم وخت کی اعظمی استفاده یو اقتصادی اصل دی د نړی په اقتصادی تاریخ کی ډیر کم لیدل کیږی چی یو هیواد د په مرستو سره اقتصادی پرمختګ تجربه کړی وی که چیری شوی هم وی نو د ډیر کم وخت لپاره وی او ډیر زر بیرته له رکود سره مخ کیږی. د دي لپاره چی د مولدی پانګونی لپاره د انرژی کافی منابع جوړ او فعال شی د اقتصادی پرنسیپونو مطابق د مرستو په ځای باید له خپلو داخلی ذخائرو څخه په کم وخت کی اعظمی استفاده صورت ونیسی. له اعظمی استفادی څخه هدف دادی چی اقتصادی پرنسیپونه دی ته اجازه نه ورکوی چی یو مملکت د خامو موادو صادرات ولری خو یوازی په کم وخت کی کم مقدارته په لوړ قیمت سره د دی لپاره اجازه ورکوی ترڅو د زیربنایی تاسیساتو لپاره ورباندی لاره هواره شی. له بلی خوا دولت باید لنډ مهاله قرضونه واخلی او په موثره توګه د زیربنایی تاسیساتو له جملی څخه د برقی انرژی په رامنځ ته کول کی له هغه څخه اعظمی استفاده وکړی.

۴. زیربنایی تاسیسات:

هیڅ هیواد هم د زیربنایی تاسیساتو د جوړونی پرته اقتصادی روڼق نه شی تجربه کولای. اقتصادی زیربنایی تاسیسات لکه د ترانسپورتی او مواصلاتی لارو جوړول، د پلونو او بندونو جوړول، د انرژی د منابعو رامنځ ته کول، د تعلیمی ، تحصیلی او صحی مراکزو جوړول او داسی نور کوم چی دغه تاسیسات د نورو تولیدی منابعو د رامنځ ته کیدو لپاره زمینه مساعدوی. د زیربنایی پروژو په عملی کولو سره د استخدام کچه هم لوړیږی او د بیکاری فیصدی کموالی کوی په هره اندازه چی د یو هیواد په اقتصاد کی د بیکاری کچه ټیټه وی په هماغه اندازه یی د اقتصادی ودی نرخ لوړ وی.

۵. غیر مولده پانګونه په مولده پانګونه بدلول:

اقتصادی تاریخ ته په کتو سره کله چی وروسته پاتی او پرمختایی هیواد په پرمختللو هیوادونو باندی بدلیږی نو لومړی د هغوی سرمایګذاری د اولیه موادو او مصرفی موادو د تولید په برخه کی تر سره کیږی او د وخت په تیریدو سره خپله د مصرفی موادو پانګونه په تولیدوونکی یا مولده پانګونه سره بدلوی کله چی د هیواد د پانګونی لویه برخه مولده وی نو هیواد د اقتصادی پرمختګ په لوری حرکت کوی.

له پورته تفصیلی لیکنی څخه په لنډ ډول ویلای شو چی که د افغانستان دولت د دغه شرایطو په رامنځ ته کولو او پورته اقتصادی اصولونو په پلی کولو وتوانیږی نو په یقین سره ویلای شو چی د اقتصادی پرمختګ په لوری به حرکت وکړی.

One thought on “د هیواد د اقتصادی پرمختګ لپاره څه کول په کار دی؟”
  1. د هېواد داقتصادي پر مختګ له پاره تر هر څه مخکې باید له کرزي صیب او دده د غله ټیم څخه هغه(۷)میلیارده ډالر په زوره وا خیستل شي او په زېربنا یي پروژو کې په کار وا چول شي چې په انتخاباتو کې یې غلاکړي او بهر ته یې په تېره هندوستان ته یې لېږلي او د شیدا محمد په لاس یې هلته په بانکونو کې ځای پر ځای کړي . چې بیا د هغې پر مټ کولای شو افغانستان د تولید یوه منبع جوړ شي او بیا نورې اړوندې ضروري پروژې یو پر بل پسې پرې جوړې شي . اوس دې کرزی له هغه چا سره خپل حساب وکړي یعنې له ( جاوېد لودین ، هېواد غل ، اسپنټا ، کریم برنا ، غلام جیلاني ځواک ، خرم ، فاروق وردک ، ډاکټر سمېع ، صفت الله صافی، زاهد (چړي ) ، محمود حکیمي ، صدیق صدیقي ، وحید عمر ، رحیمي او نوره د ارګ مافیا ) سره ، چې له کرزي سره یې په شخصي توګه د خلکو ضدیت او دوښمنۍ ور ته را ټوکولې دي . اوس وخت تېر دﺉ . پوره (۱۳ ) کاله یې د حکومت اصیل مأمورین بر نا حقه پرې ټکولي او له ټولو مادي او معنوي حقه حقوقوڅخه یې محروم کړي ، او س به (۱۳) کاله د همدغو وهل شویو مأمورینو له خوا خپله کرزی صیب ، او دده خایْن ټېم په دوامداره توګه په رسنیو کې وهل کېږي او افشأ کېږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *