تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶مه: له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو وروسته د حج و اوقافو وزارت هم د هیواد ټولې دیني مدرسې د راتلونکي کال د حمل تر ۳۰مې رخصت اعلان کړې.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې تاند ته لیکلي چې دا پریکړه یې د کورونا د مخنیوي لپاره کړې ده او سر له نن څخه به ټول دیني انستیتوتونه، دیني مدرسې او درسي حلقې د حمل د میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې تړلې وي.
تر دې وړاندې د هیواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه هم رخصت شوي او د کانکور او کلنۍ ازموینې ورسره ځنډول شوې وې.
په افغانستان کې د کورونا ۲۱ مثبتې پېښې تر دې دمه ثبت شوې دي چې په یو شپه او یوه ورځ کې یې دوه تازه پېښې په هرات، دوه په لوګر او یوه یې په بادغیس کې ثبت شوې ده.
دا مهال په هرات کې د کورونا ۱۲، په سمنګان کې ۳، په لوګر کې دوه، په بلخ کې یوه، په دایکنډي کې یوه، په کاپیسا کې یوه او په بادغیس کې یوه پېښه شوې ده.
دغه ټول ناروغان یا له ایرانه راګرځېدلي یا یې هم له ایرانه راغلیو خلکو سره تماس درلود.