د نجم په نامه د ځوانانو یوه ټولنه د نوي تعلیمي کال له پیل سره د هیواد په کچه د “معارف ستوری” ستره تعلیمي سیالي جوړوي، چې ټاکل شوې د ۲۵ ولایتونو د ښوونځیو سل زره زده کوونکي پکې برخه واخلي.

د نجم د اړیکو مشر مدثر اسلامي په وینا د سیالي لپاره تبلیغات په انلان بڼه پیل شوي دي‌ او د روان کال د کب میاشتې په ۱۵مه به نوم لیکنه رسما پیل شي او یو میاشت به دوام وکړي.

“سیالي دوه پړاوونه لري؛ لومړی پړاو د ولایت په کچه او دویم پړاو د هیواد په کچه ترسره کیږي او د دواړو پړاوونو ګټونکو ته ګران بیه ډالۍ لکه تحصیلي بورسونه، لپ ټاپ کمپیوټرونه، آی پاډونه او د کور وسایل په پام کې نیول شوي‎ دي.”

د سیالي د چارو مشر قدرت الله جاهد وايي د سیالي لویه موخه د زده کوونکو تر منځ د مطالعې عامول او په ټوله کې د تعلیمي کیفیت لوړل دي. جاهد زیاتوي، “سیالي له پوهنې وزارت، ولایتي ریاستونو، سیمه ایزو نادولتي ادارو او د ځوانانو ټولنو سره په همغږۍ کې دایریږي.”

د نوموړي په خبره تر دې مهاله په بیلا بیلو ولایتونو کې د ولایت مقام، ولایتي شورا ریاست او غړو، ولایتي ریاستونو او سیمه ایزو ادارو سره ناستې شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند محمد کبیر حقمل پژواک ته منلې، چې د نجم ټولنې له یاد وزارت سره ناستې کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د ځوانانو یوه ټولنه د ملي شرکتونو او معارف پاله شخصیتونو په مرسته د تعلیم د کیفیت لوړولو په موخه داسې بې ساری ګام اخلي. د نجم ټولنې لدې مخکې هم په بیلا بیلو ولایتونو کې د سیرت او غوره ځوان سیالي ترسره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *