تاند- سره له دې چې لا پسرلی دی او دوبی لا نه دی رارسېدلی، د وچکالۍ نښې د افغانستان په ډېرو سیمو کې له ورایه ښکاري.
د جوزجان ولایت مالدار او کوچیان وايي چې له یوې خوا یې د ژمي په پای کې بې وخته سختو واورو د صیاد ولسوالي په قره خوال، پسته مزار، دره بند او میرزااولنګ سیمو کې زیات څاروي مړه کړل او له بلې خوا پرې وچکالي راغلې ده.
دوی وايي چې د وچکالۍ له کبله خپل څاروي د سرپل کوهستانات ولسوالي ته وړي او اکثره په لاره ضایع کېږي.
مالدار وايي، د جوزجان ولایت له دشت لیلي، بزغاله خور، اقچه ګي او ختای څخه یې د وچکالۍ له کبله خپلې رمې د سرپل کوهستانات ولسوالي ته وړلې خو د لارې په اوږدو کې د وارو په نتیجه کې یې۲۰ زره څاروي ضایع شول.